ځـوانـي

مننه ورورمو مهاجر مدثر
ځواني يوه شيبه ده د شيبو تر مينځ تيريږي
د ميني او نفرت د کشالو تر مينځ تيريږي
مينه هنګامه يې په مهينو زړونو اوري
ټپه چې د مينو اسويلو تر مينځ تيريږي
نيمکښه زندګي مي د افغان بچي تصوير دی
له پييل نه تر پايلې د جنګو تر مينځ تيريږي
نيم دلته مدرسه کې او نيم هلته په سنګر کې
نيم بل طرف د تورو زندانو تر مينځ تيريږي
جوته ده چې نور مو ورور ولي زغملی نشي
بدمرغه ډيورنډ لاين د اولسو تر مينځ تيريږي
زه تن وم ته مې زړه وې دواړه يو بل کې يو بل وو
ته خاندې زما چيغه د سلګو تر مينځ تيريږي
څښتنه توره شپه د ليوه ذاتو سپو له ډاره
ستومانه قافلې د کږليچو تر مينځ تيريږي
ښايسته ! سپين قانون دې مونږ په تور باندي بدل کړ
حياوې مو بربنډې د پردو تر مينځ تيريږي
ميوند په وينو رنګ دی نه ايوب نه ملالۍ شته
زلموټي په ملا خم د غيرتو تر مينځ تيريږي
ټول غوږ شئ ټول يې واورئ له عمره تر عمره !
ښوی سري مو تش لاس د ايمانو تر مينځ تيريږي
اوچت مو کړ په نيت د خوږو شاتو خبر نه وو
چې تريخ زهرجن غوړپ به د خوږو تر مينځ تيريږي



