بادغيس: د مرغاب جګړه؛ دفاع وزارت د طالبانو له خوا د ۵۸ عسکرو نيول تاييد کړل

راپورتاژ: عبدالرحمن

له تيرو څو رځو راهيسې د بادغيس ولايت په مرغاب ولسوالۍ کې د طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ جګړه روانه ده.

طالبانو د دغه ولسوالۍ په شاوخوا پوستو او نظامي قرارګاوو بريدونه وکړل چې په وينا يې د سرحدي عسکرو نهه کنډونه، یوه لويه نظامي قرارګاه او لسګونه پوستې يې نيولي دي.

ځايي چارواکي او د ولايتي شورا غړي هم مني چې طالبانو له تيرو دو اوونيو راپديخوا په ياده ولسوالۍ کې په  نظامي تأسيساتو بريدونه پيل کړي چې لسګونه عسکرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

که څه هم دفاع وزارت تر دې دمه په ياده جګړه کې د اردو سرتيرو وژل کيدل نه تاييدول او ځايي عسکر يې یوازې سيمه ييزه مليشه بلله.

وړمه ورځ نيويارک ټايمز د ځايي سرچينو په حواله خبر ورکړ چې په یاده جګړه کې ۱۵۰ سرتيري طالبانو ژوندي نيولي دي.

د سرچينې په وينا، د جګړې په لومړيو کې پنځوس عسکرو ځانونه تسليم کړي و، سل تنه نور د ترکمنستان خاورې ته اوښتي و خو هغوی اجازه نه وه ورکړې او بيرته د طالبانو منګولو ته ورغلل.

د بادغيس د ولايتي شورا غړي هم تاييدوي چې ترکمنستان خاورې ته تښتيدلو عسکرو هغه هيواد د داخليدو اجازه نه ده ورکړې او په منځ کې بند پاتې دي.

طالب وياند قاري يوسف احمدي پرون په خپله رسمي ټويټرپاڼه د ۷۲ عسکرو د نيول کيدو او لسګونو نورو د وژل کيدو خبر ورکړی و.

دغه راز طالبانو د هغه لسګونه ميله درنو او سپکو وسلو انځورونه هم خپاره کړي چې له يادو عسکرو او پوځي قرارګاوو څخه يې نيولي دي.

د ملي يووالي حکومت د دفاع وزارت وياند قيس منګل تاييد کړې چې طالبانو په دغه جګړه کې ۵۸ سرحدي عسکر ژوندي نيولي زياتوي: “د بادغیس پر بالامرغاب ولسوالۍ د دښمن د پراخو حملو په نتیجه کې که څه هم دښمن ته تلفات اوښتي خو په خواشینۍ سره چې دښمن ۵۸ سرحدي سرتېري یرغمل کړي دي.”

د دفاع وزارت په وينا، د دغه جګړې پر مهال ۵۸ سرحدي عسکر ګاونډي هيواد ترکمنستان هيواد ته اوښتي و چې د تر غونډۍ له لارې بيرته راستانه شوي دي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت هم په يوه اعلاميه کې له ترکمنستان څخه مننه کړې چې د دوی عسکر يې بيرته ورته په سالمه توګه سپارلي دي.

که څه هم د طالبانو له خوا د دولتي عسکرو د نيول کيدو متضاد راپورونه ورکول کيږي خو ځينې سيمه ييزې سرچينې وايي چې طالبانو په یاده جګړه کې د سل تنو په شاوخوا کې عسکر ژوندي نيولي او لسګونه نور وژل شوي دي.

ويل کيږي د مرغاب ولسوالۍ زياته سيمه د طالبانو تر حاکميت لاندې راغلې او وړمه ورځ د یادې ولسوالۍ ولسوال ويلي و که پر وخت ورسره مرسته ونه شي او ولسوالۍ د طالبانو لاسته ورشي نو دی به ځان وژنه وکړي.

طالبان د بادغيس له اوو ولسوالۍ په شپږو يې تر دولت زيات حاکمیت او کنترول لري او په پاتې يوه اولسوالۍ کې هم فعاليتونه کوي چې ويل کېږي د دغه ولايت نږدې اويا سلنه خاوره د طالبانو تر ولکې لاندې ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button