کابل: د امریکا سفارت د احتمالي بريدونو خبرداری ورکړ

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، کب ۲۸)

په کابل کې د امريکا سفارت په يوې خبرپاڼه کې د نوي کال د جشن پر ورځ د احتمالي بریدونو د ترسره کيدو خبرداری ورکړ.

په خبرپاڼه کې راغلي، د روانې مارچ مياشتې له نيمايي څخه يې په دې اړه ډير راپورونه ترلاسه کړي او وسله وال په پلان کې لري چې د بهرنيانو په شممول ځينې اهداف په نښه کړي.

د امریکا سفارت وايي، دوی ته رسيدلي معلومات ښيي چې وسله وال په افغانستان کې د امريکا، د نورو بهرنيانو د تأسيساتو او دفترونو د بريد پلان لري.

د امريکا سفارت له خپلو اتباعو او نورو ټولو غوښتي چې د نوي کال (نوروزجشن) پر مهال دې له احتياطه کار واخلي.

د مارچ ۲۱مه د راتلونکې پنجشنبې ورځ د نوي ۱۳۹۸ هجري لمري کال لومړی ورځ ده.

که څه هم دغه ورځ د افغانستان په ځينو سيمو کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې لمانځل کېږي خو افغان ديني عالمان د دغه ورځې لمانځل حرام ګڼي په وينا يې د نورو لمانځل په اصل کې د اور لمانځونکو یا عبادت کوونو اختر دی زياتوي په دغه ورځ “میلې نیول تعظیم او د دغې ورځې احترام انسان د کفر تر کچې رسولی شي، مسلمانانو ته پکار دي چې له دغه عمل څخه ځان وژغوري او په لمانځلو کې یې ګډون ونکړي”.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button