هرات کې سيلابونو لس تنه مړه کړي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، کب ۲۸)
د هرات د والي ویاند جيلاني فرهاد وايي، د دغه لايت په بیلابيلو سيمو کې سيلابونو زرګونه جريبه ځمکه زيانمنه کړې او ديارلس کسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
د فرهاد په وینا، د تيرې یک شنبې او دوشنبې په ورځو کې د سختو ورښتو له کبله سيلابونه راوتلي چې لس تنه يې وژلي او درې تنه نور ټپیان دي.
نوموړی وايي، څلور ميرمنې په غوريان ولسوالۍ کې، دوه ماشومان په رباط سنګي، دوه نارينه په زنده خان او یو تن هرات ښار ته نږدې سيمه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د هيواد په بيلابيلو ولايتونو کې د سږني ژمي پر مهال د باران د ډير ورښت له کبله سيلابونه راغلي چې له کبله يې لسګونه کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی او زرګونه جريبه ځمکې يې زيانمنې کړي دي.



