کابل ښار کې درې پرلپسې چاودنې شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وری ۱)

راپورونه وايي، یوه چاودنه د کابل ښار په درېيمه ناحيه کې د کابل پوهنتون پر سړک شوې او دوه نورې چاودنې په کارته سخي سيمه کې وي چې تلفات هم لري.

کابل کې ننۍ چاودنې د هاوان مرمۍ لګيدو له کبله رامنځته شوي دي.

عيني شاهدان وايي، په چاودنو کې مرګ ژوبله اوښتې او د دغه پيښو ټپيان د علي اباد روغتون ته وړل شوي دي.

خبر زياتوي، دوه چاودنې په کابل کې د سخي زيارت تر څنګ هغه مهال شوي چې ډيری کسان د نوي کال مراسمو لپاره راغونډ شوي و.

ځينې راپورونه ښيي چې د چاودنو تر څنګ د ډزو غږونه هم اوريدل شوي. امنيتي مسؤولينو په دې تړاو څه نه دي ويلي.

تر دې دمه د دغه بریدونو مسؤليت چا په غاړه نه دی اخيستی.

پرون په کابل کې د امریکا سفارت خبرداری ورکړی و چې ښايي د نوي کال د لومړۍ ورځې په مراسمو کې بريدونه وشي.

هر کال په کابل کې د سخي زيات جنډه پورته کيږي چې سلګونه کسان يې نندارې ته ورځي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button