د پاکستان پوځ وايي، څلور تښتول شوي ایراني پوځيان يې خوشې کړي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وری ۱)
د پاکستان پوځ په یوه اعلاميه کې د څلورو تښتول شويو ايراني پوځيانو د خوشې کولو خبر ورکړی دی.
په اعلاميه راغلي، پاکستاني پوځ د بلوچستان په اموري سيمه کې دغه ايراني پوځيان د عملياتو په ترڅ کې خوشې کړي دي.
خبر زياتوي، د يادو پوځيانو د خوشې کولو پر مهال د پاکستان د پوځ او وسله والو تر منځ نښته هم شوې خو په ياده نښته کې د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.
د ايران څو تنه پوځيان تير کال د اکتوبر په مياشت کې د پاکستان پولې ته څيرمه له ميرجاوه سیمې څخه تښتول شوي و چې د تښتونې مسؤليت يې د جيش العدل په نوم وسله والې ډلې په غاړه اخيستی و.
ایران تر دې مخکې ادعا کړې وه چې د دوی پوځيان د پاکستان خاورې ته تښتول شوي او د پاکستان څخه يې د هغوی د خوشې کولو په برخه کې د مرستې غوتنه کړې وه.



