طالبانو دولت او بهرنيانو ته د تير کال د اوښتو تلفاتو ارقام خپاره کړل
د دغه عملیاتو په ترڅ کې ۳۸۷ اشغالګر عسکر وژل شوي او ۲۱۶ تنه نور ټپيان دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وری ۱)
طالبانو د تير ۱۳۹۷ لمريز کال د خپلو عملياتو، دولت او بهرنيانو ته د اوښتو تلفاتو ارقام خپاره کړي دي.
طالب وياند ذبیح الله مجاهد په خپله رسمي ټويټر پاڼه ليکي، په تير کال کې طالبانو ټول ۱۰۶۳۸ (لس زره شپږ سوه اته ديرش عمليات ترسره کړي چې له جملې يې ۳۱ سرتيري بريدونه دي.
د مجاهد په وينا، د دغه عملیاتو په ترڅ کې ۳۸۷ اشغالګر عسکر وژل شوي او ۲۱۶ تنه نور ټپيان دي.
همداراز نوموړي ويلي، په يادو عملياتو کې ۲۲۵۹۴ (دوويشت زره پنځه سوه څلور نوي) دولتي عسکر وژل شوي او ۱۱۵۵ (يولس سوه پنځه پنځوس) تنه نور ټپيان دي.
همدارنګه طالب وياند وايي، په تير کال کې طالبانو ته د دولت ۸۰۱۰ عسکر او ۵۱۴ قومندانان تسليم شوي دي.
طالبانو د ويشتل شويو چورلکو او ویجاړو شويو وسایطو په اړه ويلي چې تير کال د بهرنيو او دولتي ځواکونو اوولس چورلکې، اته بې پيلوټه الوتکه، يوه لويه بار وړونکې الوتکه د طالبانو له خوا ويشتل شوي او نسکورې شوي دي.
خبر زياتوي، د يادو عملياتو پر مهال د (ګډ دښمن) ۳۶۱۳ درې زره شپږ سوه ديارلس هاموي ټانګونه، رینجر او نور وسایط له منځه تللي په وينا يې په دغه موده کې ۱۱۵۵ يوولس زره پنځه پنځوس بيلابيل ډوله پوځي وسایط د طالبانو لاسته ورغلي دي.
طالبان هره مياشت یا په دو مياشتو کې ګډو ځواکونو ته د اوښتو تلفاتو راپور نشروي خو په يوه کال کې د ټولو عملياتو، په هغې کې د لاسته راوړنو او د ګډو ځواکونو د تلفاتو راپور هم خپروي.



