یوه مورکۍ راته کيسه کوي!

لیکوال خالد ځدراڼ- ریښتوني کيسه

یوې سپین سرې مور راته کیسه کوله، چې ماښام مې خاوند ته وویل: نن بنګنه زیاته ګرځي، سړیه هسې نه بمبار مو پر کور وکړي؟

د بچیانو پلار راته ویل: ښځې زموږ سره يې څه کار؟ موږ خپله غریب خلک یو، نه د طالبانو په کارو کې ګوتې وهو او نه د حکومت کې، پر موږ هيڅوک هم کار نه لري.

وایي شپه پخه شوه په کور کې یو ناڅاپه زوږ جوړ شو، کور ټول رڼا، رڼا شو، اسمان کې د څرخکو اوازونو سم قیامت جوړ کړی و، خاوند مې له بیستره ور پورته شو، کسانو غږ وکړ: د اردو ځواکونه یو، پام له ځایه ونه ښورئ، اسلحه ټوله تسلیم کړئ!

خاوند مې ورته ويل: وروره زموږ سره اسلحه نشته موږ غریب خلک یو موږ په اسلحه څه کوو؟

عسکرو کړل: چوپ! خبرې مه کوه، لاسونه پورته کړه.

په دې وخت کې مې سپین ږیري خاوند لاسونه پورته کړل؛ عسکر ورته رانزدې شو، دواړه لاسونه یې ور وتړل او په ملا یې د ټوپک په خوله ووهلو، پړمخ پر ځمکه پرېوت، ما چغې کړې، په سر مې نوکارې ټینګې کړې، د خدای خاطر وکړئ زما خاوند بې ګناه دی، مه یې وهئ، مزدورۍ یې ټول بدن خوړلی ستاسو د وهلو زور نه لري.

ځینو عسکرو زما په طرف رامنډه کړه، زه يې د سر په کمڅو کې ونیولم او د دېوال سره یی ووهلم، او زما خاوند یې پورته کړ، له ځانه سره یې روان کړ، تر دروازې پورې مې پسې منډې وهلې، خو راپرېښودلو يې نه، د کور دروازه يې راپسې بنده کړه، د دروازې له سوریو مې ډیرې چغې ورته ور وکړې چې اې ظالمانو! خاوند مې څه ګناه کړې؟ مه یې رانه وړئ، همدا یوه هیله مې ده، د سپین سر څخه مې حیاء وکړئ، زه به یواځي څه کوم؟

عسکرو هیڅ رحم نه کولو، لږ ورسته ډزونه وشول، د کور په انګړ کې ښکته پورته وتښتېدلم، چغې مې وهلې، وا خلکو زما خاوند يې مړ کړ، یا الله! دا څه وشول؟.

هیڅوک نه راتلل، د الوتکو له شور څخه مې سر چاودېدلو شور ډېر زیات وو، لږ ورسته د کور دروازه را خلاصه شوه، غږ يې وکړ، چغې مه وهه، خاوند دې بهر پروت دی ورشه!

ما ويل: ای ظالمانو مړ مو کړ؟

ولې، ولې؟ څه يې کړي ول؟

وه د خدای ظالمانو زه مو تبا کړم.

عسکرو هيڅ ونه ویل، تر ما سیده تېر شول، نېغ مې د خاوند کوټې ته لاړل، زه بهر را ووتلم تروږمۍ وه، خاوند مې نه شو پیدا کولی، ډېره وګرزېدلم، د کور تر څنګ مو یو غټ توت ولاړ وو، چې ورغلم تر خوا يې ودرېدلم، ګورم چې سپین ږیری خاوند مې ترې لاندې پروت دی، په وینو کې لت پت دی، ژر يې سر ته کیناستم، زنګون مې یی سر ته ورلاندې کړ، په اخيري ځل يې راته وویل: بي بي ګلې یواځې پاتې شوې د ځان خیال دې ساته!.

نور يې هیڅ ونه ویل، سترګې يې خلاصې پاتې شوې، تر خولې يې وینې راغلې.

پر ما د قیامت شپه وه، له چغو څخه مې اسمان لړزېدلو، د اوښکو له سیلابونو څخه مې د مخ پوستکی ګرم وو، د سر ټیکری راڅخه لوېدلی وو، ساعت وروسته د څرښکو اوازونه هم ورک شول، د کلي خلک راغلل، د خاوند جنازه يې په کټ کې کېښودله چې د کور په طرف مې مخ واړه ولو له کور څخه مې هم سرې لمبې پورته کېدلې، ټول کور ته یی اور وراچولی وو، د کور د لوګیو په ننداره کې مې بار، بار د خاوند اخري جمله ذهن کې تاوېدله.

«یواځې پاتې شوې د ځان خیال دې ساته، یواځې …».

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button