دوهم تعقیب: کابل چاودنو کې شپږ کسان وژل شوي، درويشت نور ټپيان دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وری ۱)
نن د ۱۳۹۸لمريز کال په لومړۍ ورځ د کابل په کارته سخي سيمه کې پرلپسې چاودنې وشوې چې د روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې په دغه چاودنو کې نهه ويشت کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
کارته سخی زيات ته هر کال ګڼ شمير خلک د نورو نمانځې لپاره ورځي.
د کورنيو چارو وزارت دغه چاودنې تاييدوي خو د اوښتو تلفاتو په اړه يې تر اوسه معلومات نه دي ورکړي.
د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي وايي، دا له وړاندې په سيمه کې ځای پرځای شوي چاوديدونکي توکي و چې چاودنې يې کړي دي.
خو ځينو نورو سرچينو ويلي، چې په یاده سيمه د هاوان مرمۍ لګيدلي دي.
د عامې روغتيا وزارت وايي، د پيښې له ځايه روغتونونو ته شپږ جسدونه او درويشت ټپيان وروړل شوي چې په ټپيانو کې د دو تنو حالت نازک دی.
تر اوسه د دغه چاودنو مسؤليت چا په غاړه نه دی اخيستی.
تيره ورځ په کابل کې د امریکا سفارت د نوي کال د مراسمو پر مهال د ورته پيښو خبرداری ورکړی و.



