د خالدیانو پر ضد د خالد په نوم د پسرلنيو عملیاتو اعلان 

سرلیکنه

هسې خو الله تعالی د نن نه څوارلس سوه کاله دمخه مسلمانانو ته خبرداری  ورکړی چې باید پام یې وي او تیر نه ووځي ځکه چې ځیني خلک وایي، مونږ پر الله تعالی ایمان راوړی او مسلمانان یو خو په حقیقت کې هغوی مسلمانان نه دي، الله تعالی د دغه ډول خلکو په اړه داسې خبرداری ورکوي:

وَمِنَ النّاسِ مَن يَقولُ ءامَنّا بِاللَّهِ وَبِاليَومِ الاخِرِ‌ وَما هُم بِمُؤمِنين

ځینې خلک داسې دي چې وایي مونږ هم پر الله او د آخرت پر ورځ ایمان راوړی، خو په حقیقت کې دوی ریښتیني مؤمنان نه دي.

نو که په دې زمانه کې له دې ایت نه مراد همدغه ډول خلک نه وي نو څوک به وي؟ چې راوستي یهودو او نصاراو دي، معاش هغوی ورکوي، قومانده هغوی ورکوي او وژني مسلمانان او خپل هیوادوال. وسلې ورسره د یهودو اونصاراو دي او بیا هم د خالد په نوم عملیات اعلانوي.

ډاکټر نجیب به هم چې کله وینا کوله نو ویل به یې چې زه چیغې وهم چې لا اله الا الله، خو (د هغه په وینا) اشرار بیا هم راته وایي چې ته مسلمان نه یې، حال دا (د هغه په وینا)اشرار نه بلکې خدای تعالی له پخوا مسلمانان پوهولي چې دغه ډول خلک به په هره زمانه کې پیدا کیږي. او د دې ډول خلکو په اړه بیا هم الله جل جلاله مسلمانانو ته مکمل معلومات ورکوي چی:

يُخـٰدِعونَ اللَّهَ وَالَّذينَ ءامَنوا وَما يَخدَعونَ إِلّا أَنفُسَهُم وَما يَشعُر‌ونَ

یعنی دوی هڅه کوي څو د ایمان په درواغجنې ادعا سره او په خپل ګمان سره  الله تعالی او مؤمنان تیرباسي خو خبردار چې دوی نه الله تیرویستلی شي او نه هم مؤمنان بلکې په اصل کې دوی خپل ځانونه تیرباسي.

که په دې زمانه کې د دې آیتونو مصداق همدا خلک نه وي نو څوک به وي؟ چې د خالد د ریښتینې پیروانو پر ضد د ساده لوحو خلکو د تیرویستلو په موخه د خالد په نوم پسرلني عملیات اعلانوي؟ عجیبه ده جګړه یې د دین د عالمانو پر ضد وسله یې د یهودو او نصاراو، ډوډۍ یې د یهودو او نصاراو، راغلي د یهودو او نصاراو په زور او عملیات د خالد په نوم، حقیقت دادی چې دا عملیات یې د ټرمپ په نوم او د خالدیانو پر ضد اعلان شوي وای.

الله تعالی د دا ډول خلکو په اړه نور وضاحت هم ورکوي او فرمایی:

فى قُلوبِهِم مَرَ‌ضٌ فَزادَهُمُ اللَّهُ مَرَ‌ضًا ۖ وَلَهُم عَذابٌ أَليمٌ بِما كانوا يَكذِبونَ

یعنې اصلا د دا ډول خلکو په زړونو کې د منافقت مرض پروت دی او الله تعالی ورته دا مرض نور هم زیات کړی او دوی ته به د دوی د دا ډول درواغو په جزا کې تر ټولو دردناک عذاب ورکوي.

الله تعالی خلکو ته د دا ډول خلکو نښې نښانې هم بیانوي چې باید ویې پیژنۍ او هغه داسې چي:

وَإِذا قيلَ لَهُم لا تُفسِدوا فِى الأَر‌ضِ قالوا إِنَّما نَحنُ مُصلِحونَ

یعنې دا داسې خلک دي چې که ورته وویل شي  په ځمکه کې فساد مه کوئ دوی به درته وایي چې مونږ خو د اصلاح والا خلک یو نه د فساد. خو خدای پاک خبرداری ورکوي:

أَلا إِنَّهُم هُمُ المُفسِدونَ وَلـٰكِن لا يَشعُر‌ونَ

خبردار پرته له شکه همدوی بې شعوره فساد خپروونکي دي.

وَإِذا قيلَ لَهُم ءامِنوا كَما ءامَنَ النّاسُ قالوا أَنُؤمِنُ كَما ءامَنَ السُّفَهاءُ ۗ أَلا إِنَّهُم هُمُ السُّفَهاءُ وَلـٰكِن لا يَعلَمونَ

کله چې دا ډول خلکو ته وویل شي چې ریښتیني مومنان شئ لکه دا نور مؤمنان چې دي نو دوی وایی آیا مونږ هم د دې بې عقلانو په څیر مؤمنان شو؟ خبردار! اصلا دوی پخپله بې عقله خلک دي خو دوی نه پوهیږي.

د دې ډول خلکو په اړه الله تعالی یوه بله نښه هم خلکو ته ښیې چې:

 وَإِذا لَقُوا الَّذينَ ءامَنوا قالوا ءامَنّا وَإِذا خَلَوا إِلىٰ شَيـٰطينِهِم قالوا إِنّا مَعَكُم إِنَّما نَحنُ مُستَهزِءونَ (١٤) اللَّهُ يَستَهزِئُ بِهِم وَيَمُدُّهُم فى طُغيـٰنِهِم يَعمَهونَ

یعنې دا داسې خلک دي چې څه وخت له مؤمنانو سره مخ شي نو وایی مونږ هم مؤمنان یو، خو کله چې له خپلو شیطانانو (کفارو) سره مخ شي نو بیا هغوی ته وایي چې مونږ له تاسې سره ملګري یو، مونږ مؤمنانو پورې هسې ټوقې او مسخرې کولې. حال دا چې الله تعالی به دوی ته د دې مسخرو سزا هم ورکوي او نور وخت او مهلت به هم ورکوي څو په خپلې بې لارۍ کې ښه سرګردان شي.

لوستونکي دې قضاوت وکړي چې نن همداسې حالت نه دی؟ چې مسلمانانو سره یو ځای شي وایی مونږ هم مسلمانان یو پلار او نیکه مو مسلمان دي د امریکایانو په بیس کې مو مسجد جوړ کړی هلته پکې لمونځ کوو. خو کله چې له امریکایانو سره ملګري شي بیا وایي چې مونږ ستاسې ملګري یو او مسلمانانو پسې هسې پسخند وهو.

بیا هم د دا ډول خطرناکو خلکو په اړه الله تعالی اعلان کوي:

أُولـٰئِكَ الَّذينَ اشتَرَ‌وُا الضَّلـٰلَةَ بِالهُدىٰ فَما رَ‌بِحَت تِجـٰرَ‌تُهُم وَما كانوا مُهتَدينَ

یعنی دا داسې خلک دي چې خپله بې لاري یې د سمې لارې په مقابل کې پیرلې ده خو د دوی دا سوداګري ګټه نه کوي او نه به سمه لاره بیامومي.

اوس دې لوستونکي قضاوت وکړي چې آیا د خالد په نوم پسرلني عملیات اعلانول په ځان پورې له پسخند وهلو پورته نور څه دی؟ دوی چې د چا پر وړاندې جګړه کوي هغوی اصلا د خالدیانو هغه کلک پیروان دي چې د خالد په پیروۍ کې یې تر یو نیم ملیون زیات ملګري قرباني شوي.

حقیقي قضاوت دادی چې باید دا عملیات د ټرمپ په نوم او د خالدیانو پر ضد اعلان کړل شي ځکه چې آیا خالد بن ولید کله هم له کفارو وسلې او پیسې اخیستې او د مسلمانانو پر ضد یې جګړه کړې؟ او که نه په خپلو وسلو او پیسو یې د کفارو، یهودو او نصاراو پر وړاندې سختې جګړې کړي. ایا سلیم منطق کومه خبره سمه بولي؟

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button