امریکابیا ایران ته ګواښونه کړي

کابل ټکی کام(پنجشنبه، ۱وری، ۱۳۹۸ل)

امریکا د ایران پر وړاندې د لا ډېرو سختو او کلکو اقداماتو او بندیزونو خبر ورکړی دی. مایک پمپیو وايي دوی د ایران پر وړاندې جدي دي او ددغه هېواد د اټومي پروګرام درېدل غواړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په اسراییلو کې ددغه هېواد له لومړي وزیر سره په ګډه خبري غونډه کې ویلي، دی دې هېواد ته د ایران د مسئلې په اړه راغلی دی. دده په خبره د مذاکراتو اصلي موضوع د ایران اټومي پروګرام او ددغه هېواد له لوري د ترهګرو ډلو د ملاتړ مسئله ده. ده ویلي ایران لا هم هڅه کوي اټومي وسلو ته لاسرسی پیدا کړي او په سیمه کې په فعالانه توګه د ترهګرو ملاتړ کوي. پمپیو د ایران پر وړاندې د لا ډېرو بندیزونو او اقداماتو هم خبر ورکړی دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button