پوهنې وزارت: سږ کال به يو ميليون کوچنيان ښوونځيو کې داخل شي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وری ۳)
نن شنبه د ۱۳۹۸ لمريز کال د افغانستان په سړو سيمو کې نوی تعليمي کال پيل شو چې ورسره څنګ کې د پوهنې وزارت په نوي کال کې د يو ميليون ښوونځيو کې د داخليدو خبر ورکړی دی.
د دغه وزارت ويانده نوريه نزهت وايي، پرته له دې چې يو ميليون کوچنيان ښوونځيو کې ونيسو زياتوي تير کال درې اعشاريه اووه ميلیونه کوچنيان ښوونځيو ته له تګ پاتې شوي چې له دغه جملې به تر پنځه سوه زره تنو پورې ښوونځيو کې شامل کړای شي.
د پوهنې وزارت له خلکو غوښتي چې کورنۍ تشويق کړي څو خپل ماشومان ښوونځيو کې داخل کړي.
ملګرو ملتونو د افغان ماشومانو د تعلیم په اړه په وروستي راپور کې ويلي و چې د افغان ماشومانو نيمايي برخه له تعليمه پاتې شوې چې شپيته فيصده يې نجوني دي.
په افغانستان کې ډيری کوچنيان د نا امنیو، اقتصادي ستونزو او د تعليم زمينې د نه برابريدلو له کبله له تعليمه بې برخې پاتې شوي دي.



