د هلمند د والي او مرستيال په ګډون يې ګڼ چاراکي ټپيان شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وری ۳)
د هلمند ولايت په مرکز لښکرګاه کې د بزګر ورځې مراسمو پر مهال دوه چاودنې شوي چې د سرچينو په وينا ګڼو کسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
دغه مراسم نن د هلمند په مرکز لښکرګاه کرزي سټډيوم کې روان و چې پر مهال يې چاودنې شوي.
په دغه مراسمو کې د والي یاسين خان په شمول د دغه ولايت ګڼو چارواکو ګډون کړی و.
خبر وايي، په پيښه کې والي یاسين خان او د هغه مرستيال ټپيان شوي دي.
خو د هلمند د والي وياند د ولايتي شورا د پخواني مرستيال عبادالله عليزي، د سرحدي ليواء قومندان ظاهر ګل مقبل، د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس حميدالله وياړ په ګډون اته تنه ټپيان شوي دي.
امنیتي سرچينې او روغتیايي مسؤلين وايي، په دغه پيښه کې د هلمند ولايت د اقتصاد د رئيس، يو پوليس وژل شوی او درويشت تنه نور ټپيان شوي دي.
تر اوسه په پيښه کې د وژل شويو کسانو په اړه راپور نه دی ورکړل شوی خو د پیښې په لومړيو شيبو کې ځينو سرچينو وويل چې یادې چاودنې مرګ ژوبله لري.
تر دې دمه د دغه چاودنو مسؤليت چا په غاړه نه دی اخيستی.



