کاپيسا او هلمند کې طالبانو پوستې نيولي؛ ګڼ شمير عسکر وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وری ۳)
د هلمند ولايت په سنګين او د کاپيسا په نجراب ولسوالۍ کې طالبانو په دولتي پوستو بريدونه کړي چې په وينا يې ګڼې پوستې يې نيولي او عسکرو ته پکې درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
طالبانو په دو جلا جلا خبرپاڼو کې د يادو بريدونو خبر ورکړی وياند يې قاري یوسف احمدي ليکي، د هلمند سنګين په مجيد چوک او مبائل پايو سيمه کې طالبانو پر دولتي پوستو چاپې اچولي چې په ترڅ کې يې دوه پوځي مرکز نيولي او ۵۲ عسکر وژل، يوولس تنه نور ټپيان دي.
طالبانو په دغه جګړه کې د ۳۰ميله وسلو او په زیاته اندازه مهماتو د نيولو خبر ورکړی په وينا يې په دغه پيښه کې یوازې یو طالب ټپي شوی او نور زيان نه دی ور اوښتی.
د هلمند سيمه ييزې سرچينې دغه بريدنه تاييدوي په وينا يې پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې خو په اړه يې کره معلومات نه لري.
دغه راز طالب وياند ذبیح الله مجاهد کابل ټکی کام ته په راليږلې جلا خبرپاڼه کې ويلي، چې طالبانو د کاپيسا نجراب ولسوالۍ کې پنځه څلوېښت پوستې، د غَین، افغانيه او پچغان لويې درې نيولي دي.
طالبان وايي، په یاده سيمه کې د جګړې پر مهال اتلس عسکر وژل شوي او ديارلس تنه نور ټپيان دي زياتوي چې له تيرو پنځو ورځو راهيسې يې په ياده سيمه کې په دولتي ځواکونو عمليات پيل کړي و.
د مجاهد په وينا، طالبانو په ياده سيمه کې هم له دولتي ځواکونو ګڼ شمير نظامي توکي او مهمات نيولي دي.



