د بې واکه بلواکه حکومت تل ده شا لخوا واری کړی!!

ليکوال: څارګر غزنوي
د ارزوګان پخوانی والي د ولس استازی الحاج عبیدالله بارکزي صیب تل د اسلام، وطن، ملي منافیعو او ارزښتونو څخه دفاع کړې.
مزدور رژيم تل نمایشي کوکارې وهي چې سر مې تر سولې قربان که زما سر ته ضرورت هم وي ورته اماده یم؟
اوس چی حساس وخت رارسېدلی دی نو پر مظلوم ولس د مکار دښمن بمبارونه لا زيات شوي، ترڅو د دې ریښتونې سولې مخ ته یو نوع خنډ جوړ او له ځنډ سره يې مخ کړي. ځکه يې نو د هغو اشخاصو وژلو ته ملاتړلې کوم چې د رښتينې سولې لپاره هر اړخيزې قربانۍ ته تيار او چمتو دي خو مزدور رژيم دې په دې پوه وي چې د داسې اتلانو مرګ به د تاریخ په زرینو کرښو ليکل کیږې ځکه چې يو خو د افغانانو غمخور وو، بل دا چې تل يې د ولس له اوښکو سره د اوښکو پر ځای وينې تويې کړي دي.
له دغسې بزدلانه کړنو څخه داسې معلومیږي چې ولس باندې تلپاتې سرتاسري سولې څخه محرم کړي، هېڅ وخت نه؛ که نن حساب ونسي د الله تعالی پر وړاندې به څنګه جواب ورکړي؟ په داسې حال کې چې الله ج فرمايي: ( فَمَن يَعْمَلْ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ خَيْرًا يَرَهُۥ)
ژباړه: چا چې يوه ذره قدرې نېکي کړې وي، وبه یې ګوري؛ همدارنګه فرمايي:
(وَمَن يَعْمَلْ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ شَرًّا يَرَهُۥ)
ژباړه: او چا چې يوه ذره قدرې بدي کړې وي، هم وبه یې ګوري.
د پرديوګټو ته ژمن مزدور دښمن نه غواړي، افغانان دې له سولې برخمن شي تل يې هڅه دا وي چې حق باطل معرفي کړي، باطل حق معرفي کړي، اسلام يې تحریف کړی۔ [سُوۡرَةُ البَقَرَة : 6]
إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا سَوَآءٌ عَلَيْهِمْ ءَأَنذَرْتَهُمْ أَمْ لَمْ تُنذِرْهُمْ لَا يُؤْمِنُونَ
ژباړه: کومو کسانو چې د حق له منلو څخه انکار وکړ، هغوی ته یو شان دي؛ که ته هغوی و وېروې او یا یې ونه وېروې، هېڅ کله منونکي نه دي.
همداشان د اشرف غني دولت په رسنيز ډګر کې هم له چل او فرېب څخه کار اخلي او رسنيز ډګر يې تل په فحشاؤو ګرم ساتلی، خو د تعجب خبره دا ده چې د امريکايي يرغل وروسته په عامه ذهنیت کې هندي، ترکي وغیره فحشاء او منکرات په دماغو کې ورپيچکاري کوي نو اینده نسل به مو څنګه او څه کوي؟[سُوۡرَةُ البَقَرَة : 11]
وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ لَا تُفْسِدُوا فِى الْأَرْضِ قَالُوٓا إِنَّمَا نَحْنُ مُصْلِحُونَ
ژباړه: كله چي هغوی ته وويل شول: “په ځمكه كښې فساد مه كوئ!” – نو هغوى همدا وويل: “موږ خو اصلاحات را وستونكي يو؟[سُوۡرَةُ البَقَرَة : 12]
أَلَآ إِنَّهُمْ هُمُ الْمُفْسِدُونَ وَلٰكِن لَّا يَشْعُرُونَ
ژباړه: پام ولرئ! په حقيقت كې همدوى فساد كوونكي دي، خو شعور ورسره نشته؟



