سوله سوله نه غواړي جګړه کوي!!

شاعر: هبةالله منتقم

سوله سوله نه غواړي جګړه کوي

پام پرې دوکه نشئ بهانه کوي

ټرمپ ته وایي پاته شئ چې لاړ نشئ

اوس په لږ پیسو هم ګذاره کوي

اوس یې هم زړه یخ نه دی پر دې خاوره

تښتي یرغلګر دی ترې ګیله کوي

داسې خدای وهلی اولسمشردی

تل د جنازې لمونځ کې سجده کوي

سرو وینو کې رنګ مو مسجدونه دي

دا هــر څه د بل  په اشاره کوي

څنګه انتقام ورڅخه وانخلم

وګورئ! بمبارد په مدرسه کوي

دا عسکر چې ته وایې غلام نه دی

وګوره! چې جنګ له چاسره کوي؟

وایم هبةالله منتقم دوی ته

څه چې امریکا وایي هغه کوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button