(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وری ۷)
د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي وايي، د کابل پوليسو د ملا تره خيل ورو (موسی تره خيل) نيولی دی.
کورنيو چارو وزارت موسی تره خيل، د غير مسوله وسله والو په لرلو، جنايي جرمونو، غصب او د عامو خلکو په زورونه تورن کړی دی.
موسی تره خيل د سولې عالي شورا غړی او په تيرو څلورو کلونو کې يې د ملي امنيت شورا کې له حنيف اتمر سره د جنايي پيښو پر وړاندې د مشاور په توګه کار کړی دی.
څه موده وړاندې د ګډ حکومت مشر اشرف غني ويلي و په کابل کې ټول غير مسؤوله وسله وال بې وسلې کړي.
تر دې مخکې هم د ګډ حکومت ځواکونو د هيواد په بيلابيلو سيمو کې په ورته ډول تورونو ځينې سيمه ييز قومندانان نيولي خو ټول يې بغير له محاکمې د جوړجاړي له مخې بيرته خوشې شوي دي.
شاوخوا دوه اوونۍ مخکې په کابل کې صرافانو د ګواښونو له کبله کاربنديز اعلان کړی و او په کابل کې سوداګر وايي چې د غير مسؤوله وسله والو له خوا ورته ګواښونه کيږي، اختطاف کيږي او وژل کيږي چې له ډيرو دغه ډول وسله وال له ځان سره د ګوندونو او پخوانيو قومندانانو ملاتړ لري او په ازادانه توګه وسلې ګرځوي.
















