(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وری ۷)
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې په خپله درېيمه کې نيپال ته ماتې ورکړه او د يادو سياليو څلورم مقام يې خپل کړ.
د فوټبال افغان لوبډلې تر دې مخکې عمان او ماليزيا لوبډلو څخه ماتې خوړلې وه.
د افغانستان د فوټبال له ملي لوبډلې څخه سليمان شاه او عمران حيدري نيپال ته يو- یو ګول ورکړ او بريا يې په خپل نوم نوم کړه.
د فوټبال ملي لوبډله له تيرو څو مياشتو راهيسې د راتلونکي نړيوال جام سياليو لپاره په تمريناتو بوخته ده.


















