ليکوال: غورځنګ
د پښتو ژبې نوميالی شاعر، اديب او تورزن خوشحال خان خټک چې ژوند يې د مغلو پر وړاندې له مبارزې ډک دی؛ د خپل دستارنامه نومي کتاب په سر کې داسې يو شعر ليکلی دی: چې دستار تړي هزار دي ـــــ د دستار سړي په شمار دي.
يعنې هزاران بلکې هر څوک دستارونه او پګړي تړي خو هغه چې په حقيقت کې د دستار حقونه پېژني او په د دستار حقونه پوره کوي، تقريباً د ګوتو په شمار دي.
دا چې په نړۍ او خصوصاً په افغانستان کې ډېر داسې خلک شته چې دستارونه له خپلو سرونو څخه تاووي، خو حق يې نشي اداء کولی. په افغانستان کې دستار د نارينه وو لپاره عموماً رواج او دود دی خو ځينې يې بيا د دستار پوره او بشپړ حقونه ورپوره کوي، همداشان د افغانستان ولس هم هر سر ته د دستار تړلو حق نه ورکوي بلکې ځينې سرونه د دستار حقدار بولي او کوم سر چې د دستار حق وبولي نو هغه ته بيا د بابا او يا هم نيکه دروند لقب هم ورکوي. چې غوره مثالونه يې د احمدشاه بابا، ميرويس نيکه، سلطان محمود غزنوي او نور دي.
خو دا چې د کابل د ادارې اوسنی مشر اشرف غني هم کله کله رواجي لنګوټه پر سره کوي نو ما ته د خوشحال بابا دا شعر راپه ياد شوي چې دستار تړي هزار دي. د دستار سړي په شمار دي.
نو ولسمشر ته بايد معلومات وي چې په افغانستان کې د دستار د تړلو حق هغه څوک لري چې د پرديو يرغلګرو پر وړاندې مقاومت کوي او د غلامۍ جغ يې پر غاړه نه وي، د دستار حق هغه څوک لري کوم چې په ريښتيني ډول د افغانانو ملي او اسلامي ارزښتونو ته ژمن وي او افغانانو ته يې يو بې مثاله نظام وړاندې کړی وي، له احمد شاه ابدالي چې افغانان ټول په يوه خوله ورته بابا وايي.
همدارنګه افغانان هغه چا ته د دستار د پر سر کولو حق ورکوي چې پردی ټوپک يې پر اوږه نه وي او له خپل ولس څخه په هر وخت کې دفاع کوي او خپل ولس د پرديو لومو لپاره نه قرباني کوي.
خو ولسمشر بيا پورته يو صفت هم نه لري بلکې د دې ټولو اوصافو برعکس شخصيت دی، يعنې د پرديو لپاره د خپل ولس ټولې هيلې قرباني کوي، د ډيموکراسۍ تر عنوان لاندې يې په هېواد کې ژبني، قومي، مذهبي او نور ډول ډول تعصبونه دود کړل چې دا دی وخت ناوخته د دغو ناوړو فکرونو له امله تشدد هم رامنځته کېږي. ټول افغانان په يوه خوله د يرغلګرو په شتون ناخوښ دي او له خدايه غواړي چې اشغالګر له افغانستان څخه ووځي خو اشرف غني بيا په بار بار زارۍ ورته کوي چې پاتې شئ! ان تر دې چې کله ناکله امريکايانو ته دا هم وريادوي چې په افغانستان کې خو تاسو ډېر عسکر له لاسه ورکړل نو ژر يې مه پرېږدئ!. شپنۍ چاپې خو يې په دې وروستيو کې تر داسې کچې رسولي دي چې د هېواد په لر او بر کې ورڅخه د عام ولس يو وګړی هم نه دی پاتې، ان تر دې چې د خپلو اردو والاوو کورونه يې هم په يرغلګرو بمبارد کړل.
نو لوستونکي دې په خپله فکر وکړي چې داسې شخص د دستار د تړلو حق لري؟
آيا داسې شخص به د دستار تړلو حق اداء کړي؟ او يا به يې هم تاريخ د دستار په تړونکو کې نوم ثبت کړي؟


















