کابل ټکی کام(چهارشنبه،۷وری،۱۳۹۸ ل)
وروسته ترهغې چې ګډو هوایې ځواکونو د هېواد په ډیری ولایتونو کې په لسګونه ملکیان په شهادت ورسول چې د دې بریدونو وروسته په لسګونو خلکو لاریونونه وکړل او له افغان ولسمشر نه یې د ملکیانو ژوند ته د حکومت د پاملرنې غوښتنه وکړه خو یو ځل بیا د تمې خلاف د سږنی کال د پیل په ورځو کې د ملکیانو د مرګ ژوبلې خبرونه خپرېږي.
د امنیتي سکټور رهبرۍ جلسې په یوه ناسته کې یو ځل بیا د ملکي مرګ ژوبلې پر مخنیوي ټینګار کړی دی. له ملي امنیت شورا نه په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، د ملي امنیت د سلاکار حمدالله محب په مشرۍ د امنیتي سکټور جلسې د هرات، بلخ او بدخشان ولایتونو امنیتي وضعیت ارزولی دی او د مرګ ژوبلې د جدي ختمولو لپاره یې په پلان جوړولو ټینګار کړی دی.
په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو په یو راپور کې چې د کب میاشتې په لومړیو کې خپور شوی و ویل شوي و چې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې ۳۸۰۰ ملکیان وژل شوي چې د وړم کال په پرتله یولس سلنه زیاتوالی ښیي. د ملګرو ملتونو په راپور کې راغلي وو چې په دغو بریدونو کې ۱۴ په سلو کې ملکي تلفات د افغان امنیتي ځواکونو او ۶ په سلو کې د بهرنیو ځواکونو له لوري را منځته شوي دي.
څه موده وړاندې ولسمشر غني ویلی و چې د ملي یووالي حکومت ته د ملکي وګړو مرګ ژوبله د منلو وړ نه ده او هڅه شوې چې د ملکي تلفاتو مخنیوی وشي خو بیاهم په هماغه اندازه ملکي وګړي په ړندو بمباریو کې شهیدان کېږي.
دوه اونۍ وړاندې ولسمشر غنی یوې جوړې شوې غونډې ته داهم ویلی و زمونږ موخه صفر ته د ملکي تلفاتو راوستل دي هغه ویلي و زمونږ ټوله هڅه همدغه ده چې د تلفاتو مخنیوی وکړو او د تلفاتو درجه صفر ته راټیټه کړو.
د یادونې وړده چې د هېواد د بشري حقونو خپلواک کمیسیون هم خبر ورکړی و، د نوي کال په لومړیو پنځو ورځو کې ۱۰۳ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
خوافغان حکومت فقط په شعارونو خپله مسئولیت ادا کړی ګڼي،اودعملي ګام کوم څرک نه لیدل کېږي.


















