د ټماټر خوراک مو د معدې له کينسر ناروغۍ ژغوري، څيړنه

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وری ۱۰)
که څه هم ټماټر په عامو خوراکونو او قطغونو کې زياته اندازه کارول کېږي خو وروستيو څيړنو ښودلې چې د ټماټر خوراک مو د معدې له کينسر ناروغۍ بچ ساتي.
د معدې کينسر ناروغي چې په نړۍ کې يې زياتوالی موندلی، ډیری وخت دغه ناروغي د بې وخته او غير صحت مندو غذايي خوراکونو له کبله رامنځته کيږي.
دغه راز د تمباکو څښوونکو، زياتې مالګې او مساله لروونکو خوړونکو کې هم د کينسر ناروغۍ د پيدا کيدلو زيات امکان وي.
خو تازه د واشنګټن الی نوای (washington university illinois) پوهنتون د يوې څېړنې په پايله کې ويلي چې د ټماټر خوراک مو د معدې کينسر له ناروغۍ ژغوري.
د څيړونکو په وينا، د ټماټر خام خوراک هم ګټه ور دي زياتوي په ټماټر کې د لائکوپين په نوم عنصر شتون لري چې بدن ته ډيره فايده ورکوي.
تر دې مخکې هم دغه پوهنتون په يوه څيړنه کې ويلي و چې د ټماټر خوراک د پروسټيټ کينسر ناروغۍ سره مقاومت کوي او تر ډيره انسان له دغه ناروغۍ بچ ساتي.



