خلیلزاد له اوږدو سلا مشورو وروسته نن کابل ته راځي

کابل ټکی کام ( شنبه، ۱۰ وری، ۱۳۹۸ ل)
دافغانستان دقضیې دحل لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد نن کابل ته راځي.دراپورونوپه اساس ټاکل شوې ده، نوموړی به د خپل څو ورځني سفر په لړ کې نن کابل ته راشي او د افغان سولې په اړه به له افغان سیاسیونو سره وګوري
زلمی خلیلزاد په داسې حال کې کابل ته راروان دی، چې له طالبانو سره د پنځم پړاو خبرو تر ختمیدو وروسته فوراً واشنګټن ته ولاړ او افغان حکومت یې له دې جریان څخه آګاه نکړ.
بلې خواته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د زلمي خلیلزاد د وروستي سفر په اړه ویلي وو، چې نوموړی به د دې سفر په ترڅ کې پاکستان، بلجیم، افغانستان، ازبکستان، قطر او همدا رنګه ځینو نورو هیوادو ته ولاړ شي.
خلیلزاد د خپل دې سفر په جریان کې د ناټو له چارواکو سره هم کتلي دي، اودافغانستان داوږدې جګړې اختتام یې خپل اصلي هدف یاد کړی.
خلیلزاد، اودناټو استاځو دا لیدنه په بروکسل کې کړې ده، او په غونډه کې د ناټو عمومي سرمنشي “ینس سټولټنبرګ” هم وجود لاره.
د زلمي خلیلزاد په خبره؛ موږ او ناټو دواړه د افغانستان د جګړې پای ته رسولو او د سولې راوستلو ته ژمن او لیواله یو.
نوموړي ډاډ څرګند کړی، چې ناټو د سولې له روانې پروسې څخه بشپړ ملاتړ کوي او د روانې جګړې د پای ته رسولو هڅې کوي.
د یادونې وړ ده، چې زلمی خلیلزاد به د هیوادونو له سفر وروسته په قطر کې د شپږم ځل لپاره بیا له طالبانو سره جرګه کیږي او ټاکل شوې چې دا ځل به دواړه اړخونه په یوه نهایي پرېکړه موافقه سره وکړي
بلې خواته افغان دولت له دغې پروسې ظاهرا ملاتړ، اوپه باطن کې کلک مخالفت کوي، داهغه اختلافي موضوع ده چې تر اوسه له افغانانو، اونړیوالو پټه ساتل شوې وه، هماغه وو چې له دې اختلاف څخه حمدالله محب پرده پورته کړه.



