د هیواد معاصر تور مخونه او سپېرې څېرې

ډاکټر یوسف اکبری
د ثور کرغېړنې کودتاه پایلې یوازې د رژیم تر بدلولو محدودې پاتې نه شوې بلکې د هېواد هر اړخیزه تباهي یې رامنځته کړه، هر څه یې ګډوډ او برعکس کړل، تور یې سپین او سپین یې تور کړل، جاهل او ناپوه خلک یې د کدرونو او پوهانو پر پوزېشنو ځای پر ځای کړل او پوهان خلک یې په خوارۍ او مزدورۍ اخته کړل.
تاسې ولیدل چې د دوستم په څېر یو بې بندوباره او کرغېړن وحشي صفته شخصیت یې هم د قومندانۍ تر پوسته او ورپسې جنرالۍ او آن د ولسمشرۍ د لومړي مرستیال تر کُرسۍ ورساوه.
دوستم سربېره پر دې د نجیب د رژیم پر مهال د یو نهایت وحشي انسان په څېر په هېواد کې راڅرګند شو او هغه داسې چې په لکونو غوره انسانان یې د مسلمانۍ په جرم په ډېر وحشت او وقاحت سره تر خاورو لاندې کړل، په سلګونو زره ماشومان یې یتیمان او بېوزلي کړل او په همدې شمېر ښځې یې کونډې او بورې کړې.
دغه د انسان په شکل کې وحشي انسان یوازې د جهاد پر مهال پر یادو وژنو اکتفا ونکړه بلکې د طالبانو د راتللو پر مهال یې هم د طالبانو نږدې 5000 د اسلام سپاهیان د ليلې په دښته کې ژوندي تر خاورو لاندې کړل، خو لا یې هم د هېوادوالو د وینو له څښلو تنده نده ختمه شوې بلکې اوس هم د مسلمانانو د وژلو لپاره هوسیږي، کله ناکله په ناببره توګه حکومت ته وړاندیز کوي چې که اجازه ورکړل شي او زمینه ورته برابره کړای شي کولای شي هغه او دغه سیمې به د طالبانو له وجوده پاکې کړې، ورته وړاندیزونه به یې د نجیب حکومت ته هم کول خو بیا به یې یوازې د نجیب مخالفین نه بلکې ټول خلک له مخې وژل، د نظامي او غیر نظامي، کوچني او ځوان ښځې او نارینه توپیر به یې نه کاوه، یوازې سیمې به یې له نجیب نه په اجاره اخیستې او نیولې او له مخې به یې هر څه له منځه وړل.
دوستم اوس هم همغه پخوانۍ هوا په سر کې لري، نن یې یو ځل بیا اعلان وکړ چې که دولت اجازه ورکړي او زمینه ورته برابره کړي (یعنې مالي او لوجیستیکې ملاتړ یې وشي) نو نیم افغانستان به په شپږو میاشتو کې له طالبانو تصفیه او وژغوري.
تر څو چې دغه ډول تاریخي او معاصرې کرغېړنې سپېرې او تورمخې څېرې او وېروونکي کرکټرونه په دې هېواد کې موجود وي نو دا هېواد به تل د جنګونو اور ته ټیل وهل کیږي او عام خلک به د وېرې احساس کوي.



