کندوز: افغان ځواکونو په ورا برید کړی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وری ۱۲)

تیره ورځ ناوخته د کندوز ولایت په دښت ابدان کې دولتي ځواکونو په ورا برید کړی چې دوه تنه پکې وژل شوي دي.

د کندوز ولایت امنیه قومندان “منظور ستانکزي” پیښه تائید کړې خو وایي، چې دا پیښه په غلطۍ کې رامنځته شوې ده.

د نوموړي په وینا، چې په ورا برید کوونکی سرتیری یې نیولی دی.

په یاده پیښه کې د وژل شویو سرتیرو جسدونه د سیمې خلکو د شیرخان بندر دوراهي ته د اعتراض په ډول راوړي او لاره یې بنده کړې ده.

په دې وروستیو کې د افغان ځواکونو له لوري دېته ورته پیښو کې ډیری ملکي خلکو ته تلفات اوړي.

وړمه ورځ هم د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د ملا نوح بابا په لیسه د هاوان مرمۍ د لګیدو له امله ۲۱ تنو بیګناه افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د سیمې د خلکو په وینا چې هاوان مکتب ته نږدې یوې پوستې وار کړی وو.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button