(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وری ۱۲)
طالبانو د بادغیس ولایت په بالا مرغاب ولسوالۍ کې دولتي ځواکونو ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې ده.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه تازه ټویټ کې ویلي، چې د بادغیس ولایت، بالا مرغاب ولسوالۍ مرکز ته نږدې یې د دولتي ځواکونو ۲ قرارګاوې نیولي او ۱۹ تنه سرتیري وژل شوي دي.
د مجاهد په خبره، په جکړه کې د وژل شویو جسدونه لا هم د جګړې په ډګر کې پراته دي.
د مجاهد په ټکو: “۱۹ عسکر وژل شوي، چې جسدونه یې د جګړې په میدان کې پراته دي، یو شمیر ټپیان، ۲نور ژوندي نیول شوي.”
طالب ویاند د زیاتو مهماتو نیولو ادعا هم کړې ده.
ولايتي چارواکو تر اوسه د یادې پیښې په اړه څه نه دي ویلي خو امنيتي مسؤولين هڅه کوي ترڅو ورته ډول پیښې رسنیزې نه شي.
نیویارک ټایمز هم تیره ورځ دېته اشاره کړې وه، چې افغان حکومت هڅه کوي، څو د افغان ځواکونو تلفات پټ وساتي خو په خبره یې، د دولتي ځواکونو تلفات دومره ډیر دي، چې مخفي نشي پاته کیدای.
له تیرې یوې اونۍ راهیسې طالبانو د افغان ځواکونو په خلاف د هیواد په بیلا بیلو ولایتونو کې خپلو عملیاتو ته زور ورکړی دی.


















