(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وری ۱۲)
د امريکا نيويارک ټايمز ورځپانې په يوه مطلب کې د افغانستان د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب په اړه څرګندنې کړي وايي، په خپله مبارزه کې څنډې ته شوی دی.
په مطلب کې راغلي، امریکايي چارواکو په څو غونډو کې له ګډون کولو ډډه کړې چې حمدالله محب به پکې برخه لرله زياتوي اوس مهال د امريکا تر مشرۍ لاندې دا شعار چې (د افغان متحدانو تر څنګ به قدم په قدم مخکې ځو) نور د ملي امنيت د سلاکار په مورد کې عملي کېږي.
په وروستيو کې د افغانستان د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب د امریکا په وړاندې جنجالي څرګندونې وکړې او د نيويارک ټايمز په خبره یادو څرګندونو په عام ډول او په ځانګړي توګه په امریکا کې داسې وضعيت راوستی چې د اشرف غني حکومت يې د منزوي کولو له خطر سره مخ کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې امريکا له تيرو څو مياشتو راهيسې طالبانو سره د افغان ستونزې د حل په اړه مذاکرات پيل کړي دي.
که څه هم امریکا او نورې خواوې له طالبانو غواړي چې افغان حکومت په دغه مذاکراتو کې ورګډ کړي خو طالبان د افغانستان اوسنی حکومت د امریکا ګوډاګی بولي وايي چې د افغان جګړې او ستونزې اصلي اړخ امريکا ده.


















