(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وری ۱۲)
د راپورونو له مخې، د کاناډا حکومت پرون د یک شنبې په ورځ له افغانستانه د خپل ځواکونو د ايستلو پنځمه کليزه ولمانځله.
د کليزې د نمانځنې په مراسمو کې د دغه هيواد پوځي چارواکو، پوځيانو او د پوځي چارو سمبالوونکي وزارت مرستيال لاورنس مکاولي هم برخه لرله چې له افغانستانه يې د خپلو عسکرو پر ايستلو خوښي څرګنده او د هغوی د قربانيو درناوی يې وکړ.
د لارنس په وينا، په افغانستان کې د کاناډا د ماموريت پر مهال ۱۵۸ کاناډاي عسکر او اووه کاناډايي ملکيان وژل شوي.
کاناډا له ۲۰۰۱کال راهيسې په افغانستان کې د ناټو تر قوماندې لاندې ماموريت کړی، په ۲۰۱۱ کال کې يې د خپل ماموريت د پای ته رسولو اعلان وکړ او د ۲۰۱۲کال تر پایه يې ټول ځواکونه له افغانستانه وايستل.
پوځي چارواکي وايي، په دغه موده کې څلويښت زره کاناډايي پوځيانو په افغانستان کې عسکري دنده کړې چې تر ډيره په کندهار ولايت کې ديره و.
کاناډايي عسکرو د خپل ماموريت پر مهال په افغانستان کې د عملياتو په ترڅ کې سلګونه افغانان وژلي، شکنجه کړي او بې کوره کړي دي.
که څه هم کاناډا په افغانستان کې د خپلو وژل شويو عسکرو رسمي شمير تر ۱۵۸ ښيي خو ویل کيږي په هيواد کې د طالبانو په وسله والو بريدونو، چاودنو او سرتيرو حملو کې تر دې په زيات شمير کاناډايي پوځيان وژل شوي او سلګونه نور ټپيان شوي دي.
د کاناډا حکومت د سرتيرو ايستلو نمانځغونډې په مراسمو کې ژمنه کړې چې په افغان جګړه کې د ګڼ شمیر ټپي او معيوب پوځيانو روزنې او درملنې ته به دوام ورکوي.


















