طالبان: یوناما د “اشغالګرو او کابل  رژیم”  دجنایتونو د پټولو هڅې کوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وری ۱۳)

په وروستيو کې د ګډو ځواکونو په هوايي بريدونو، بمبارۍ او شپنيو عملياتو کې د ملکي خلکو تلفاتو لړۍ تونده شوې چې هره ورځ پکې  لسګونه ملکيانو ته مالي او ځاني زيانونه اوړي.

طالبانو د ورځې خبره تر عنوان لاندې په يوه مطلب کې ليکلي، د ګډو ځواکونو په هوايي بریدونو او عملياتو کې سلګونه کوچنيان، ميرمنې او لويان وژل شوي، ښوونځي، کلينيکونه ویجاړ شوي او خلکو ته درانه مالي زيانونه هم اوښتي دي.

طالبانو د روان ۲۰۱۹م کال د تيرې مارچ مياشتې د ګډو ځواکونو په هوايي بريدونو او عملياتو کې د بيلابيلو ورځو ملکي تلفاتو ته ځای ورکړی چې په وينا يې  ۱۱۲ ښځې، ماشومان او لويان پکې وژل شوي او ټپيان شوي دي.

مطلب کې راغلي، د ګډو ځواکونو په عملياتو کې تر ټولو زياته مرګ ژوبله د مارچ په ۸مه  اوښتې چې د ننګرهار  لایت د حصارک ولسوالۍ په ناصرخیلو سیمه کې د ملکي خلکو په کورونو چاپه وهلې او بمبار یې کړی : (په دغه  بمبار کې د ډاکټر نظرګل په نوم ملکي هیوادوال  د کورنۍ ۱۳  غړي چې اکثره یې ښځې او ماشومان دي شهیدان شوي دي، په همدغه نيټه  د میدان وردګ ولایت د سیدآباد ولسوالۍ دتنګي درې په حسن خیلو، جوی زرین او دولت خیلو کلیو باندې  په چاپه  او بمبارکې ۱ باب مسجد، ۱ کلینیک او ګڼ شمیر کورونه  ویجاړ شوي او ۷ تنه ملکي وګړي شهیدان شوي دي، په همدې نيټه د غزني ولایت د آب بند ولسوالۍ په اصغر او دوکوهي کلیو باندې ګډو ځواکونو چاپه وهلې، ۱ باب مسجد، ۱۳ کورونه او ۱ باب دوکان یې نړولي او ۴ تنه ولسي وګړي یې بندیان کړي دي.)

طالبانو د ملکي مرګ ژوبلې یادو تلفاتو ته په اشارې ويلي چې دغه ” وحشت د بشري حقونو  ټولنو او یوناما په حضور کې تر سره شوی”خو په کابل کې د ملګرو ملتونو (یوناما) دفتر د ملکي تلفاتو ډیره برخه مجاهدينو ته منسوبوي (د اشغالګرو او کابل رژيم د جنايتونو د پټولو هڅې کوي”.

طالبانو يو ځل بيا ګواښ کړی چې (بهرني او داخلي دښمن) څخه به د خپلو خلکو، مقدساتو غچ واخلي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button