دسولې شورا: دطالبانو اوامریکایانو مذاکراتو اندېښمن کړي یو
کابل ټکی کام ( سه شنبه، ۱۳ وری، ۱۳۹۸ ل)
د افغانستان دسولې عالي شورا د امریکا او طالبانو ترمنځ د روانو خبرو د جزیاتو په اړه اندېښمنه ده. د یادې شورا د دارلانشا رییس عمر داودزی وایي، ددې مذاکراتو د جزیاتو پټ ساتلو خلکو ته پوښتنې راولاړې کړې دي. هغه نن په کابل کې یوې ناستې ته په خبرو کې ویلي چې د دواړو لوریو ترمنځ د روانو مذاکراتو جزیات په شفاف ډول له خلکو سره نه دي شریک شوي. هغه زیاته کړې سمه ده چې په دې اړه ددوی معلومات کافي دي خو د افغانستان خلک هم حق لري چې له دې پروسې په شفاف ډول خبر شي. داودزي د خپلو خبرو پر دوام وویل چې ددې بهیر معلومات باید په ډیپلوماټیکه ژبه نه بلکې په ډېر ساده او روښانه شکل له افغانانو سره شریک کړل شي. هغه دغه راز غوښتنه کړې چې د طالبانو او افغان حکومت خبرې باید ژر تر ژره پیل شي ځکه دا د افغان شخړې د حل لومړنی او اساسي شرط دی.
یادونه باید وکړو چې ګډ حکومت وروسته ترهغه له پامه وغورزول شو چې دملي امنیت سلاکار حمدالله محب دامریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په روانه پروسه کې په شخصي ګټو تورن کړ.
خلیلزاد اوس په کابل کې دی، او غواړي دبعضو قومي مشرانو اوسیاسیونو نظریات واخلي، اودتېرې غونډي له بعضو پرمختګونو یې خبر کړي، خوحکومت دخلیلزاد په خبرو پوره باور نلري، اوګومان کوي چې خلیلزاد به هغه څه ورته ونه وايي چې له طالبانو سره مطرح شوي.



