د قطر راتلونکې غونډه او تازه امیدونه!!

سرلیکنه
دا اوس ټولو ته د لمر په څیر څرګنده او جوته شوې ده چې امریکا نور په هیڅ صورت کې نه غواړي نوره په افغانستان کې پاتې شي او خپلې بې خرته پیسې خپل ګوډاګي هغه ډول رژیم ته ورکړی چې باور یې پرې له لاسه ورکړی ځکه چې ګوډاګی رژیم اوس تر ستوني په فساد کې غرق شوی دی نه اصلاح پذیر دی او نه یې د رغیدا چانس شته، په داسې ناسور اخته دې چې د درملنې څرک یې هم نه لیدل کیږي.
امریکا د سولې په اړه صادقه بریښي او همدا لامر دی چې طالبانو هم ورسره مذاکراتو ته زړه ښه کړی دی، د سولې په اړه د امریکا رښتینولي دا هم په ګوته کوي چې د خپلو فوځونو وتل یې منلي دی او د فوځونو وتل د افغانستان د ټولو مشکلاتو د حل یواځینۍ کونجي ده، دا چې امریکا دې ته راضې شوې ده چې خپل فوځونه به له افغانستان باسي نو دا امیدونه پرته له شکه راټوکیدلې چې پاتې نور مشکلات داخلي جنبه لري او افغانان یې که د خپل منځي اختلافاتو له کبله نشي حل کولای نو د نړیوالې ټولنې په ملاتړ، ژمنې او هوډ یې ختمولای شي چې هیچا ته به د سرکشۍ او بدمعاشۍ اجازه نه وي نو ځکه امیدونه زیات شوي دي.
په نړیواله ټولنه کې ستر ځواکمن هیوادونه لکه روسیه، اروپا، چین، فرانسه، جرمني، ایټالیا او نور شامل دی او په عربي هیوادونو کې سعودي، قطر، او عربي متحده امارات او نور او په ګاونډیو هیوادونو کې پاکستان، ایران، او د منځینۍ آسیا هیوادونه ګډون لري دا ټول په افغانستان کې نور د تلپاتې سولې غوښتونکي دي او هر ډول ملاتړ ته ژمن دي.
نو ځکه اوس ملت او نړیواله ټولنه زیات امید لري چې دا سوله کیدونکی ده او په افغانستان کې د یو غښتلي حکومت جوړیدل راتلونکی دی او یو ستر مثبت بدلون راروان دی، خو سره لدې ټولو بیا هم د ګوډاګي رژیم ګوډاګي مشران لا هم خپل ماشومانه ضد ته دوام ورکوی او د خپل قدرت د بقا په خاطر هم د ملت پر ستوني پښې ږدي او هم نړیواله ټولنه ښکنځي نا خبر له دې چې نور خپل بادار هم ترې لاس اخیستې، تیره ورځ څووم ځل دی چی د امنیت شورا مشر محب، امریکایان یا له غونډې شړي او یا هم امریکایان هغه غونډه ترک کوي چې محب پکې وجود ولري.



