دوینې غوړ/ ناروغي

ایا د شپې لخوا مو  پښې سوځیږی؟

د پښو تلې او د بدن مختلف ځایونه مو ګزګز کوي؟

ایا سر ګنګسي  لرئ؟

 په غوږونو کې د زُنګ زُنګ اوازونه اورئ؟

په وینه کې د کولسټرول،ټرایګلیسراید‌‌‌ او د نورو شحمیاتو په غیر نورمال‌‌‌‌‌‌ډول لوړوالي ته د وینې د غوړ ناروغي ویل کیږي.

ددغې ناروغۍ مهمې نښې په لاندې ‌‌‌‌‌‌ډول دي.

1-د بدن دروندوالی او تل د ستړیا احساس

2-په غوږونو کې د ګُزګُز اوازونه

3-د سر دائمي ګنګسوالی

4-د شپې لخوا د پښو د تلو سوځېدل او په ټول وجود کې د ګرمۍ احساس

5-تر زنګانه لاندې په نرمه غوښه کې د شدیدو دردونو احساس.

6-د خولې وچېدل او د خولې د مزې دایمي تریخوالی

7-د زړه د ضربانو اورېدل

8-ناروغ تل د خوب او دروندوالي احساس کوي

9-په ځینو ناروغانو کې د وینې فشار لوړیږي

10-د وزن ‌‌‌‌‌‌ډېروالی، مګر پدې معنی نده چې د کم وزن لرونکي تر دې ناروغۍ معاف دي؛

11-د سترګو د شاخوا پړسوب

دوینې د غوړو بدې پایلې:

1-د وینې د کوچنيو رګونو بندېدل چې د زړه د حملاتو او د مغزي سکتویا فلج کېدو سبب ګرځي

2-د وینې د فشار لوړېدل چې دا هم په ماغزو، زړه، پښتورګو او د بدن په نورو حساسو سیمو کې د وینې د کوچنیو رګونو د چاودلو سبب ګرځي.

3-د تریخي کاڼي جوړوي

4-د معدې د زخم سبب ګرځي

5-د حافظې د کمزورۍ سبب ګرځي

6-که د لوړ فشار له کبله د سترګو  کوچني رګونه وچوي نو د سترګو د ړندیدو سبب ګرځي.

7- د لړمون یا ځیګر د غوړوالي او  التهاب سبب ګرځي

8-د معدې د سرطان خطر ‌‌‌‌‌‌ډیروي

9-په نارینه کې د پروسټاټ د سرطان خطر ‌‌‌‌‌‌ډېروي.

10-په ښځمنو او نارینه کې د پانکراس د غدې د سرطان خطر ‌‌‌‌‌‌ډیروي.

#تشخیص يا علاج

په وینه کې د شحمیاتو کچې کتل یا lipid profile

#درملنه

‌‌‌‌‌‌1-‌‌‌‌‌‌ډېرې اوبه څښکل

2-د ایمو او ترشي بابو خوړل په هغه صورت کې چې د وینې فشار نورمال وي.

3-دوامداره ورزش یا فزیکي فعالیت او د وزن کمول

4-د شحمیاتو یا غوړو د متابولیزم مخنیوونکي درمل باید تر هغې وخوړل شي ترڅو نوموړي غوړ تر نورمالې کچې راټیټ شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button