بلخ: طالبانوپه پوستوحملې کړي ۱۳سرتیري یې وژلي

کابل ټکی کام ( چهارشنبه، ۱۴ وری، ۱۳۹۸ ل)

وسلوالوطالبانو په بلخ ولايت کې د امنيتي ځواکونو په پوستو حملې کړي دي چې په نتيجه يې ديارلس امنيتي سرتيرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د بلخ ولایت د امنيه قومندانۍ وياند عادل شاه عادل رسنيو ته ويلي دي چې طالبانو تيره شپه ددې ولایت په شولګرې ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو په پوستو بريدونه کړي دی چې به نتيجه کې يې اته امنيتي سرتيري وژلي او پنځه نور ټپيان کړي دي.

بل لور ته طالبانو هم د بريد مسؤليت منلی دی، دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهدپه خپله ټوېټرپاڼه لیکلي؛ چې ددوی ځواکونو د بلخ په شولګرې ولسوالۍ کې په امنيتي پوستو بريدونو کې يوولس امنيتي عسکر وژلي دي.

د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې د طالبانو له لوري په جګړو کې تيز والی راغلی دی چې له امله يې د امنيتي ځواکونو په تلفاتو کې هم زياتوالی راغلی دی.

طالبانوڅوورځې وړاندې یوځل بیا له امنیتي ځواکونو غوښتي وو چې د بهرنیو ځواکونو له ملاتړ او جګړو لاس واخلي او خپل عادي ژوند ته وګرځي تر څو د دوی له بريدونو څخه خوندي شي.

طالبانو لاهم خپل پسرلني عملیات ندي اعلان کړي، خومخکې له اعلان څخه طالبانو په دولتي ځواکونو کلکو حملوته زور ورکړی دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button