کابل ټکی کام ( چهارشنبه، ۱۴ وری، ۱۳۹۸ ل)
نن په امریکا کې د ناټو د غړیو هیوادونو تر منځ یوه غونډه جوړېدونکې ده چې د ناټو دغړیو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران به پکې ګډون کوي
د غونډې کوربتوب به د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو کوي
دا غونډه د ناټو د اویایمې کلیزې د نمانځو په مناسبت جوړه شوې ده
په غونډه کې به د افغان سولې پر روان بهیر بحث له مهم ټکو څخه وي او همدا رنګه به د روسیې او اوکراین په اړه هم بحث ترسره شي
د ناټو د عمومي منشي ” ینس سټولټنبرګ” په خبره، چې د ناټو په دغه غونډه کې به مهم بحث د افغانستان د سولې په اړه وي
نوموړي دا خبره، یوې خبرې غونډې ته کړې وه
د ناټو د غړو هیوادونو دا غونډه په داسې وخت کې ترسره کیږي، چې زلمی خلیلزاد د افغان سولې په اړه د سیمې او نړۍ هیوادونو ته په شپږم سفر بوخت دی
زلمي خلیلزاد څو ورځې وړاندې په یوه ټویټ کې ویلي وو، چې افغانستان ته له ناټو سره یوځای راغلي او یو ځای به وځي


















