هلمند: ۱۱۴ کیلو متره د بریښنا تار غځول کیږي

کابل ټکی کام ( چهارشنبه، ۱۴ وری، ۱۳۹۸ ل)

په هلمند کې د امریکا د نړیوالې پراختیایي ادارې له لوري د بریښنا تار د غځولو یوه پروژه پیلیږي

د دې پروژې په ترڅ کې به د هلمند ولایت د سنګین او کجکي ولسوالیو ترڅنګ ځینو نورو سیمو ته هم د بریښنا مزی وغځول شي

دا پروژه به په دریو کلونو کې د تطبیق وړ شي

په افغانستان کې د میشتو امریکایي ځواکونو د قول اردو د انجینري څانګې رئیس “جنس کیلي” ویلي، چې په هلمند کې به ۱۱۴ کیلو متره اوږد د بریښنا تار وغځول شي

د جنس کیلي په وینا، چې له دې پروژې یې هدف افغانانو ته د ډاډ وړ بریښنا چمتو کول دي

دا پروژه په داسې حال کې پیلیږي، چې له هیواده د بهرنیو ځواکونو د وتلو خبرې هم روانې دي

دا چې دا پروژ به څومره له فساده محفوظه سر ته ورسیږي، وخت به یې ثابته کړي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button