د ګډو ځواکونو لخوا د ملکي کسانو د وژلو په لړ کې له دایکندي ولایت څخه هم د ملکي کسانو د وژلو راپورونه شته
د ورکړل شویو راپورونو په اساس، چې تیره ورځ د دایکندي ولایت ګیزاب ولسوالۍ کې د ملکي کسانو هغه موټر چې ارزګان ته په لار وو، د امریکایي ډرون هدف وګرځید او پکې سپاره ۸ تنه ملکیان وژل شوي
که څه هم دولتي سرچیني اکثره وخت د داسې بریدونو هدف طالبان یادوي خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم په یوه ټویټ کې ویلي، چې په ارزګان کې وژل شوي کسان ملکیان دي
دا په دې وروستیو دریو شپو کې څوومه پیښه ده، چې لسکونه ملکي کسان پکې وژل کیږي
تیره شپه هم، د پکتیکا ولایت په دوو مختلفو ولسوالیو کې د ګډو ځواکونو په عملیاتو کې ۱۲ ملکي کسان وژل شوي دي
د ملکي تلفاتو په دې ډول پیښو افغان حکومت تر اوسه چوپه خوله دی او د مخنیوي څه خبره یې نه ده کړې


















