انجنیر عمیر ویاړ
فعلي چارواکي چې پر افغانستان د امریکا د یرغل له لومړیو ورځو نه د امریکا پر باد راوړو امریکایي ډالرو اخته او اموخته شول، په ټولو ښارونو کې یې آسمان څکو بلډونګونو سرونه پورته کړل، د وروستي ماډل موټرو څښتنان شول، او تر ټولو د غوره خوراکونو او څښاک نعمتونه ور رسېدل، او پرته له اهلیت او کفایته د قدرت واګي امریکا د دوی په لاس کې ورکړل نو تر ۱۵ کلونو یې ښې مزې وکړې، ښه ژوند یې وکړ، داسې چې نه یې پلرونو او نیکونو چیرته کړی و او نه هم دوی چیرته په خوب کې لیدلی و او نه یې دا چیرته په خوا او خاطر کې تیر شوي وو، دوی فکر کاوه چې ګوندې نور داسې مرحلې ته ورسیدل چې هیڅکله به نه په شا کیږي، نه به یې قدرت له واکه ووځي، نه به د امریکایی ډالرو باران پای مومي، او نه به یې نورد ژوند کچه ښکته خواته ځي.
ځکه چې دوی د قدرت ، عیش او عیشرت په نیشو او تماشو کې داسې غرق شول چې نور خپل غریب او بیچاره هیوادوال، خپلوان او دوستان لا څه کوي چې آن خدای او رسول یې هیر کړ، هر ډول بې دینۍ رذالت او پست توب ته تیار شول.
خو دا ورځ یې هیره وه چې یوه ورځ به امریکا له دوی څخه داسې لاس اخلي لکه روسانو چې له خلقیانو او پرچمیانو لاس واخیست او داسې یواځې حقیر او محقور پریښودل چې هم یې قدرت له لاسو ووت، هم یې اقتصاد صفر ته ښکته شو چې نور یې یا د خښتو په بټیو کې خښتې اچولې، یا یې په بازار کې سبزي خرڅوله او یا یې موسساتو ته مخه کړه او د هر ډول حقارت او سپکاوي په منلو سره همغه پاکستان ته ورکډه شول چې ټول عمر یې د مرده بادې چیغې پرې وهلې وې، ځینې د بې دینه او عیسوي کولو او بهایی کولو دفاترو ته ورغلل او د خپل او کورنۍ د معیشت د مصؤنتیا په موخه یې عیسویت او بهاییت قبول کړ او تر ټولو حقیر او ذلیل ژوند یې په برخه شو.
خو د امریکا په راتلو سره ځینې یاد خلقیان او پرچمیان هم د پخوانیو منحرفو مجاهدینو په څیر د امریکا په ډالرو ښه چاغ شول، لکه څرنګه یې چې د روسانو چوپړ ته ملاوې تړلې وې تر هغې یې زیات د امریکا چوپړ ته ملاوې وتړلې.
خو دا چې اوس د ډالرو یاده لړۍ بنده شوه او د قدرت واګي یې هم نور له لاسونو څخه د وتلو په حال کې دي، نو د خپل ځان او کورنیو د ژوند د تامینولو او ساتلو په موخه د غریبو او بیچاره خلکو تنکي ماشومان تښتوي او اختطاف کوي، او د لکونو ډالرو غوښتنې کوي، که ډالر ورته ونه رسیږي او طبعا به نه رسیږي ځکه چې د افغانستان عام خلک غریب او بیچاره خلک دی، او اختطاف چیانو ته لکونه ډالر ځکه زیاتې پیسې نه ښکاري چې امریکایانو پرې اموخته او نیشه کړي دي.
کنه د اباسین، مهسا او قریشي د کورنیو سره به درې لکه افغانۍ هم نه وي پاتې خو لا دا چې درې لکه ډالر ورسره وي، که فرضا ورسره وای نو هیڅکله به د خپلو زړونو د ټوټو د وژلو نه د بچ کیدا په بدل کې نه وای سپمولي.
خو هغه ورځ ډیره لرې نده چې دغه د انسان په شکل کې وحشي انسانان به ډیر زر د اسلامي حکومت په منګولو ورشي، او د ذرې ذرې حساب به ورسره وکړي. نور د دوی وخت پای ته رسیدلی، نور هیواد د متدینو مسلمانو فاتحانو ته سترګې په لار دي.
همدا چارواکي دي چې له هیڅ جنایت نه ډډه نه کوي، او په هر ډول جنایت لاس پورې کوي ، خو هیڅکله به بریالي نه شي او آخربه دروسي ښکېلاک دپاتې شویو پشان ددې وطن داتلانوپه پنجو کې بندراشي.


















