طالب الهام/دمرګ تصمیم

طالب الهام/ د مرګ تصمیم

 

دجال تړلی لکه سپی چا له زنځیر نیولی

عیسی راځي د مرګ تصمیم یې د خنزیر نیولی

 

دغه زور واکي غاصبین دې مولا وشر موي

دوئ له هندوانو هم په زور باندې کشمیر نیولی

 

د دېنه لوی شرم،لوی عیب به نورڅنګه وي چې

بادشاه ویده دی د ملک واک ترېنه وزیر نیولی

 

مورجانې خیر که مسافر یم رانه هېره نه یې

مادې هماغسې په سترګو کې تصویر نیولی

 

طالبه اوس خو رسېدلی یې د کشف مقام ته

تا چې د مینې په بیعت کې لاس دپیر نیولی

 

باداره رحم ، نور والله له ژونده ستړی یمه

ما دا خپل ژوند پر اوږو بار،د ملا په تیرنیولی

 

طالب الهام ته له الله نه مغفرت وغواړئ

حصار په قبر کې منکر او هم نکیر نیولی

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button