ننګرهار: جلال اباد ښار کې غبرګو چاودنو شپږ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وری ۱۷)

د ننګرهار ولايت په جلال اباد ښار کې غبرګې چاودنې شوي چې د چارواکو په وينا شپږ کسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوګياڼي وايي، لومړۍ چاودنه د څلورمې ناحيې مربوط چهل ته څيرمه شوې چې په ترڅ کې يې یوه دوه ويشت کلنه نجلۍ وژل شوې، دوه ماشومان ټپيان – يوه ميرمنه دوه پوليس ټپيان شوي دي.

د ټپي شوې ميرمنې روغتيايي حالت نازک ښودل شوی دی.

ځايي سرچينې وايي، په يادو چاودنو کې درې تنه وژل شوي او يو شمير نور ټپيان دي.

دغه راز راپور کاږي، له يادې چاودنې وروسته دوهمه چاودنه پر پوليسو شوې چې ځينې پوليس پکې ټپيان شوي دي.

تر اوسه د دغه چاودنو مسؤلیت چا په غاړه نه دی اخيستی.

څو ورځې مخکې هم جلال اباد ښار مخابراتو چوک ته څيرمه چاودنې مرګ ژوبله اړولې ده.

په وروستيو کې په جلال اباد کې نا امني زياته شوې چې خلک يې اندېښمن کړي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button