ننګرهار: د ګډو ځواکونو عملياتو کې پنځه ملکيان وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وری ۱۷)

په ننګرهار ولايت کې يو ځل بيا ګډو ځواکونو تيره شپه عمليات کړي چې پر مهال يې پنځه ملکي وګړي وژل شوي دي.

دغه عمليات د شيرزادو ولسوالۍ مربوط په ګندمک سيمه کې ترسره شوي د سيمې اوسيدونکي وايي پنځه ملکي وګړي پکې وژل شوي او د پلټنو پر مهال د ځينو کورونو دروازې يې ماتې کړي دي.

ځايي اوسيدونکي وايي، ټوله شپه يې د الوتکو د شور له امله په ويښه تيره کړې او سهار چې د پيښې ځای ته ورغله نو عسکرو پنځه تنه کليوال په ډزو سره وژلي و.

د تيرې پنج شنبې په شپه هم ګډو ځواکونو د خوګياڼو ولسوالۍ اړوند په نکړخيلو کلي کې د خان الله په نوم د يوه ښوونکي پر کور عمليات وکړل چې خپله ښوونکی يې ټپي او د هغه د درې زامنو په شمول يې څلور تنه ووژل.

هره ورځ د هيواد له بيلابيلو سيمو د ګډو ځواکونو په عملياتو کې د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې راپورونه ورکول کيږي چې مسؤولو چارواکو، ټولنو او ادارو تر اوسه په دې اړه لازم اقدام نه دی کړی څو د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې دغه لړۍ بنده شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button