مستې د وينې د لوړ فشار د مخنيوي لپاره ګټورې دي؛ څيړنه

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وری ۱۷)
په امريکا کې يوې نوې څيړنې ښودلې چې د مستو خوراک د وينې لوړ فشار په مخنیوي کې ګټور ثابتيدای شي.
د امریکا “بوسټن يونيورسټي سکول آف ميډيسین” د يوې څيړنې په پايله کې ويلي، هغه ميرمنې چې په اوونۍ کې پنځه ځلې يا له دې زيات د مستو خوراک کوي د لوړ فشار ناروغۍ پيدا کيدل يې حتی الامکان نه پيدا کيږي.
دغه څيړنه په لکونو خلکو ترسره شوې وايي، په اوونۍ کې د مستو څو ځلې خوړل شل فيصده د لوړ فشار مخنيوی کوي.
په څيړنه کې د مستو خوراک تر ډيره په ميرمنو مؤثر ثابت شوی چې په وينا وايي، د ښځو په پرتله نارينه کمې مستې استعمالوي.
څيړونکو ويلي، که له مستو سره تازه میوزه او سبزي يوځای وکارول شي ګټه يې لا زياتيږي او د لوړ فشار فشر خطره تر ۳۱ سلنه کميږي.
د څيړونکو په وينا، یوازې مستې نه بلکې له شيدو هر ډول جوړيدونکي شيان لکه قُرت، تروې، چکه او …. د وينې لوړ فشار مخنيوي کې مؤثر دي.
تر دې مخکې هم په ځينو څيړنو کې د مستو خوراک ګټې وړاندې شوي چې مهم يې د وينې د غوړ کموالی ښودل شوی دی.



