طالبان: چارواکي د “سولې جرګه” د سياسي موخو لپاره کاروي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وری ۱۸)

د سولې مشورتي جرګې کميسيون له طالبانو غوښتي چې تر خپل واک لاندې سيمو خلکو ته اجازه ورکړي څو د (سولې مشورتي جرګې) په ناسته کې ګډون وکړي خو طالبانو ويلي چې چارواکي له یادې جرګې سياسي استفاده کوي.

طالبانو په اوونۍ تبصره کې چې د دوی رسمي دريځ څرګندوني ويلي، لویه جرګه د افغانستان په تاريخ کې ځانګړی ځای لري، د اولس له خوا جوړيږي چې پکې د هيواد د خپلواکۍ پريکړې کيږي زياتوي خو له تيرو اوولس کلونو راهيسې د لويې جرګې نوم (اشغالګرو او د هغوی ګوډاګيانو) د خپلو موخو لپاره کارولی دی.

طالبانو ويلي، د اشغال په موده کې د ترسره شويو جرګو هدف ناسم او پايلې یې هميشه منفي وي.

په مطلب کې راغلي، د سولې تر نوم لاندې مشورتي جرګه (د ګوډاګي رژیم مشرانو د خپلو سیاسي اهدافو لپاره رابللې په هیڅ وجه د افغان مؤمن اولس په ګټه نه ده اونه هم د سولې په برخه کې د کوم مثبت ګام هیله ترې کیدلای شي).

طالبان وايي، د اشرف غني حکومت د سولې په مسئله کې د ټول اولس پر ضد تل مخالف دريځ نيولی چې وروستيو بمباريو، د ملکيانو وژنو، او د اشغال د تداوم هڅو يې حيثت ته زیان اړولی زياتوي د اشرف غني حکومت هڅه کوي ( د تش په نامه مشورتي جرګې په تدویر سره ځان سوله خوښی وښيي او خلکو ته دا فکر ورکړي چې د سولې د موضوع په اړه بې تفاوته نه دی. په دې سربیره به اشرف غني له دې غونډې د خپل نامشروع واک د تمدیدولو هڅه هم وکړي.)

د مطلب په اخره کې راغلي، راتلونکې مشورتي جرګه به د اشرف غني جګړه پلوی دريځ تاييد کړي، د اشغال دوام د غځيدلو لامل به وګرځي، جګړه به دوام پيدا کړي زياتوي پکار ده چې د سولې مشورتي جرګه نه؛ بلکې د جګړې د دوام مشورتي ناسته ورته وويل شي.

ټاکل شوې چې د اپريل مياشتې په نهه ويشتمه د سولې مشورتي جرګه په کابل کې دایره شي چې د يادې جرګې مسؤلينو له اوسه ورته امادګي نيولې ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button