اجرائیه ریاست: طالبانو سره دخبرو لپاره له هر فرصت څخه استفاده کوو

کابل ټکی کام ( دو شنبه، ۱۹ وری، ۱۳۹۸ل)
دګډ دولت اجراییه ریاست وایي، د قطر په دوحه کې د افغان سولې په تړاو له طالبانو سره راتکونکې ناسته کې به د دوی استازي د حکومتي استازو په توګه ګډون کوي نه د افرادو په حیث. د اجراییه ریاست مرستیال ویاند فریدون خوځون وایي، طالبان داحق نلري چې په دې اړه د دوی دریځ وټاکي. هغه هلیه څرګنده کړې چې دا ناسته به بین الافغاني مذاکراتو ته لاره هواره کړي. نوموړي زیاته کړې دوی د یو مسوول حکومت په توګه له هر راز رامنځته کېدونکي فرصت څخه ګټه اخلي او د رسمي مذاکراتو د پیل لپاره د زمینې برابرولو هڅه کوي.
که څه هم تر اوسه په رسمي ډول په یاده ناسته کې د ګډون کوونکي پلاوي نومونه نه دي په ډاګه شوي خو تېره ورځ د سولې شورا د دارالانشا رییس عمر داودزي وویل چې یادې ناستې ته به یو هر اړخیز او پیاوړی پلاوی ولېږي.
بلخوا بیګاه ناوخته طالبانو یوه اعلامیه خبره کړه چې دقطر په دوحه کې د راتلونکې ناستې په اړه یې پکې وضاحت کړی ووطالبانو ویلي وو چې یاده ناسته یو داسي کانفرانس دی چي ګډونوال به یوازي خپل نظریات او پالیسي پکي بیانوي او خپل دریځ به ترنورو رسوي یاد کانفرانس هیڅ کله د مذاکراتو کومه غونډه او مجلس نه دی.
اوزیاته کړې یې وه چې په یاد کانفرانس کي به دکابل اداري په نمایندګي څوک ګډون نه کوي که دماسکو دمخکیني کانفرانس په ډول دکابل ادارې کوم اړوند څوک دګډون کونکو په لست کی نیول شوی وي هغه به یوازي په شخصي ډول شرکت کوي او شخصي نظر به وایې.



