زمان مزمل: سرې کرښې او په سوله کې خنډونه د ډالري امتيازاتو د خاوندانو خبرې دي

د تيرې يکشنبې په ورځ د اشرف غني حکومت د (پخلاينې د رهبرۍ شورا) تر نامه لاندې يوه نوې ډله جوړه کړه چې په وينا يې له طالبانو سره به د سولې خبرو پروسه پرمخ وړي.
د دغه شورا وياند عمر داودزي وويل، عبد الرب رسول سياف به سولې مذاکراتو لپاره د حکومت سرې کرښې ټاکي او یادې شورا پریکړه کړې چې د قطر په راتلونکې کنفرانس کې به افغان پلاوي کې حکومتي او غير حکومتي کسان له یوه موقفه خبرې کوي.
ليکوال او جهادي شخصيت استاد محمد زمان مزل د داودزي د خبرو په غبرګون کې قطر ته د حکومتي پلاوي په ليږلو خوښي ښودلې خو زياتوي دا چې حکومت د سولې خبرو کې د سرو کرښو خبرې کوي دا ځکه سم نه دي چې سوله سرې کرښې نه مني.
د مزمل په وينا، دا چې یاده دنده استاد سياف ته سپارل شوې نو بايد د سرو کرښو پر ځای پر شنو کرښو ټينګار وکړي په خبره يې (سرې کرښې او په سوله کې خنډونه د ډالري امتیازاتو د خاوندانو خبرې دي).
ښاغلي مزمل سياف ته مشوره ورکړې په خبره يې حکومت کې داسې څه نشته چې د سولې بديل شي او دفاع ترې وشي.
طالبانو د یکشنبې په ورځ د قطر ناستې په اړه په يوه وضاحت پاڼه کې ويلي و چې په ياد کنفرانس کې به د افغان حکومت په استازيتوب هيڅوک ګډون نه کوي او په شخصي ډول هر څوک کولای شي چې په دغه کنفرانس کې برخه واخلي او خپل نظر شريک کړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button