د هلمند پيښې ته د طالبانو غبرګون؛مجاهدين دې حساس مرکزونه او هستې په نښه کړي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وری ۲۰)
د تيرې یکشنبې په ورځ ګډو ځواکونو د هلمند ولايت په باباجي سيمه کې عمليات کړي چې پر مهال يې دوه تنه وژلي او د یوه ډاکټر په ګډون د هغه د کور دوه ميرمنې يې له ځان سره وړي دي.
د يادې پيښې په تړاو طالبانو او د هلمند خلکو غبرګون ښودلی دی.
طالبانو د يادې پيښې په تړاو توند غبرګون ښودلی او د ګډو ځواکونو یاده کړنه يې په کلکو ټکو غندلې او له بشري ادارو، رسنيو يې غوښتي چې په دې اړه غلي پاتې نه شي ” اسلامي امارت دغه بزدلانه، کرکجنه او له ټولو انساني پولو څخه اوښتې پيښه په کلکو ټکو غندي، له بشري ادارو، حقوقي نهادونو او رسنیو څخه جدي غوښتنه کوي چې د دغې پيښي په اړه سترګې پټي نکړي او ثابته کړي چې رښتیا هم د انسان، په ځانګړي ډول د ښځو حقوق او کرامت ارزښت ورته لري او په دې اړه د اشغالګرو امریکايانو او ګوډاګۍ ادارې د عسکرو پرجنایاتو پرده اچول نه غواړي”.
دغه راز طالبانو پر خپلو پلويانو غږ کړی چې د يادې پيښې بدل واخلي زياتوي “اسلامي امارت مجاهدینو ته لارښونه کوي چې د دغه ظلم په بدل کې د دښمن حساس مرکزونه او هستې په نښه کړي”.
په هلمند کې سلګونه کسان لارو ته راوتلي او له چارواکو او مسؤولو کسانو يې غوښتي چې ژر تر ژره دې زنداني ميرمنې خوشې کړای شي کنه د امنيت د خرابيدو پړه به يې هم د دوی پر غاړه وي.
نن درېيمه ورځ ده چې لا هم تر دې دمه مسؤولينو لاريونوالو او اعتراض کوونکو ته مثبت ځواب نه دی ويلي.



