لیکوال :شهاب لیوال
افغانانو تل په خپل عزتونو قربانۍ ورکړې -که دافغانانو بیا په ټوله کې دپښتون قوم تاریخ ته کتنه وکړو ،ددوي په باب مو ذهن کې یواځې غیرت ،شجاعت ،ایثار ،میړانه او اسلامیت انځوریږي.
هغه پاخه عادتونه چې په اسلامي شریعت کې داصل په توګه یاد شوي اکثره یې دپښتانو له عادي رسمو څخه شمیرل کیږي .
الله تعالی افغانانو -بیا پښتانو ته په اسلام کې عزت ورکړی ،بغیر له اسلامه نه پښتونه شته نه یې نښه .
کابل بلواکه اداره چې هیڅ انساني ،اسلامي او افغاني اصولو ته ارزښت نه ورکوي او نه پرې پوهیږي
یادې لس سرې ادارې چې دهیواد په کچه یې کوڅه دپه بې ادبه او نالوستي دډالرو اجیران ، دکلي منفوره او بې تربیه ځوانان راغونډ کړي ،خپل موخې پرې تعقیبوي.
تیره ورځ هلمند باباجي سیمه باندې همدغه یاد شو غلامانو د پت عزت او عفت دښمنانو دیو ډاګتر په کور چاپه وهلی یاد ډاګتر یې په ډیر قصاوت او بې رحمې سره د ماشومانو په مخ کې په شهادت رسولی او دکور دوړتور سرې ښزینه یې ځان سره وړي .
کابل اداره !دې پوی شي که دعزتونو په څیرلو پر افغانانو حکومت کیدی له تاسو ډیر لوی لوی جباران تیر شوي خو افغانانو ورته دبیغرتی سر نه ده ټیټ کړی.
اشرف غني – ته دپښتانو په خوي او عادت نه پوهیږي تاته شاید توپیر ونلري چې لور دې مریم له تور پوستي امریکایي سره فرنشیپ او ملګرتیا پالي اویا که کوم سور پوستي سره .
خو دلته افغانان په غیرت ژوندي دي .
مونږ په ټولو آزاد فکره ،لوستي او په عصري علوم پوه ځوانانو باندې غږ کړو ،که تاسو رښتیا اسلامیت ،افغانیت ته ژمن یاست ،دا مو وخت ده چې دهلمندۍ خور دعزت پوښتنه مو وکړی ،سرکونو ،پارکونو او حکومتي ودانیو مخ ته پرلیټونه ووهی احتجاجونه وکړی او ددې ظالم بې ناموسه او بې عزته حکومت دنارواو کارونو غندنه وکړی
هلمند ،فراه ،بدخشان ،پکتیا ،قندوز ،تخار… دا ټول ولس دیوه بدن غړي دي دوي په خوښیو کې سره خوښ او په غمونو کې دیو بل خواخوږي دي .
نن که په هلمند کې زمونږ د پتمنې خور عزت او عفت ته لاس اوږدیږي په حقیقت کې ټول افغان ولس په عزت تیرۍ کیږي نن که په هلمند کې دیو افغان کور بمباردیږي دټول هیواد په کورونو بمبارد ده .
دیو افغان په صفت ډیر خفه او ډیر ملامت یم چې زه خپل د هلمندۍ خور دعزت لپاره غلی ناست یم لوی رب دې لومړی ماته بیا ټولو غیورو ځوانانو ته دا وس نصیب کړي چې دداشان منفورو غلامانو دغیر انساني او غیر اخلاقي کړنو په غبرګون کې ددوي دنیا ور ورانه کړو
خو لکه څنګه چې الله تعالی فرمایي :
وَلَا یَحْزُنکَ قَوْلُهُمْ ۘ إِنَّ الْعِزَّةَ لِلَّهِ جَمِیعًا ۚ هُوَ السَّمِیعُ الْعَلِیمُ (۶۵) ۞
هغوی خبرې دې (کړنې )خفه نکړي ! عزت دالله تعالی له جانبه ده او هغه ښه اوریدونکی او پوی ده .
















