د امریکا او د ایران د نوې پیښې شوې موضوع په اړه د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ د سعودي له ولیعهد محمد بن سلمان سره د تلفون پر لیکه خبرې کړي دي
ټرمپ محمد بن سلمان ته ویلي چې په ایران به د دې ترڅنګ نور بندیزونه هم ولګوي
ډونالډ ټرمپ له محمد بن سلمان څخه غوښتي چې دوی هم باید په ایران فشارونه ډیر کړي او په وینا یې چې امریکا او سعودي باید په ګډه په ایران فشارونه وارد کړي
د امریکا او د ایران تر منځ اړیکې یو ځل بیا سختې ترینګلې شوي دي
دا وروسته له هغه چې امریکا د ایران سپاه پاسداران ډله په تور لیست کې شامله کړه


















