کابل ټکی کام ( چهار شنبه، ۲۱ وری، ۱۳۹۸ل)
دبلخ لپاره درې ونۍ وړاندې ټاکل شوی امنیه قومندان دبلخ دپخوانۍ والي، اوارګ له سختو ناندریو وروسته له دندې ګوښه شوی دی، دکورنيو چارو وزارت څخه موثقو سرچينو تاييد کړې ده ،چې د بلخ لپاره ۲۵ ورځې مخکې ټاکل شوی امنيه قومندان عبدالرقيب مبارز بيرته له دندې ګوښه او پر ځای يې محمد اجمل فايز د نوي امنيه قومندان په توګه ټاکل شوی دی.
دیادونې ده چې کله عبدالرقیب مبارز په دنده وګمارل شو، دبلخ پخواني والي ورسره کلک مخالفت ښکاره کړ، او دمزارشریف ښار څوساعته دده دوسلوالو اوحکومتي ځواکونو ترمینځ ددرندې جګړې په میدان بدل شو، هماغه وو چې دګډ حکومت لوړپوړي چارواکي داسدالله خالد په مشرۍ بلخ ته ولاړل اوتر اوږدو بحثونو وروسته هوکړې ته ورسېدل چې داهوکړه له رسنیو پټه وساتل شوه، همدارنګه څو ورځې وړاندې عطاء نور دشوې هوکړې دتطبیق غوښتنه او ارګ ته دانکار په صورت کې ګوتڅنډنه وکړه چې نوموړی به دارګ خلاف اقدام وکړي، دا لا مالومه نده چې شوې هوکړه دامنیه قومندان ګوښه کېدا اودده په خوښه دنوي قومندان ټاکل، که بل څه دي.


















