امریکا په افغانستان کې خپلې پراختیايي ادارې دپروژو له پیلېدا منعه کړي

کابل ټکی کام ( چهار شنبه، ۲۱ وری، ۱۳۹۸ل)
دبعضو پرېکړو پردوام امریکا یوبل اقدام کړی، اودسولې تر راتګ یې خپلې پروژې متوقفې کړې دي،دامريکا دبهرنيو چارو وزارت دیو ليک په توسط په کابل کې د امريکا پرمختيايي ادارې (USAID)ته امر کړی چې افغانستان کې د بيارغونې د نويو پيليدونکو پروژو پيل ونه کړي او له سولې وروسته افغانستان باندې فکر او د لويو او وړو پروژو لپاره تیاری ونیسي، کابل کې د امريکا پرمختيايي اداره کې باخبري سرچينې وايي چې د (سولې وروسته افغانستان ) لپاره به نويو او سترو پروژو کې جګړه ځپلو ولاياتوته لومړيتوب ورکول کېږي.
یاده دې وي چې امریکا دافغانستان له اوږدې جګړې ناراضه، اوددغې اوږدې جګړې ختمېدا غواړي، دامریکايي چارواکو په وینا، دوی یومهم پړاو ته داخل شوي، په مذاکراتو کې پرمختګ شوی، اوپه نږدې راتلونکي کې به شپږم پړاو ناسته له پخوا څخه مؤثره اوله لاسته راوړنو ډکه وي، له دې حیرانونکي اقدام ښکاري چې امریکا دافغانستان له جګړې تر پوزې رسېدلې.


