ليکنه: څارګر
اې د هلمند تور سرې خورکۍ! اې زما دردمنې مظلمومې خورکۍ!
اې په خپلو سپیو داړلې خورکۍ
اې زما بې وسه غم ځپلې خورکۍ
مونږ د بښلو لائق نه يو مونږ وبښه!
اې زنداني کشول شوې خورکۍ! زمونږ ډېرو ځوانانو ایمان، غیرت، ننګ ناموس، عزت، احساس د یو څو مردارو پیسو په مقابل کې پلورلې او د پردیو یرغلګرو د ګټو لپاره قرباني ورکوي
اې در دېدلې خورکۍ! مونږ پداسې نړۍ کې قرار لرو چې له ځوان نسل نه مو ننګ، غیرت، احساس او افغانیت کډه کړې او بلکل يې پېژني هم نه،
مونږ کې اوس هغه پلرنۍ مېړانه او غیرت نه دی پاتې،
زمونږ ځوان نسل اوس د دنیا په عیش اوعشرت کرکټ او عبثیت روږدی دی
اې د یرغلګرو او سپیو په لاس بې پته شوې خورکۍ!
اوس زمونږ اتل، زمونږ مېړنی، زمونږ سر شار هغه څوک دی چې په غلامۍ، چاپړوسۍ کې تر هر چا څو ګامه مخته روان وي، اوس زمونږ اتل زمونږ ملي قهرمان هغه څوک دی چې د بادار په امر د څو ډالرو مقابل کې تر ټولو زیات وحشت اسلامي مقدساتو ته سپکاوی وکړي.
اوس زمونږ له ځوانانو ایماني غیرت، احساس، فکر او هر څه له منځه تللي
هوکې!
زما ګرانې او بې وسه خورې!
خو دا افغان مېړنی ټاټوبی دا سې زمریالي نومیالي اتلان هم لري چې دخپل سر په بیه د بدن دخوښو اندامونو په توسط د اسلام دښمنان په اور کبابوي، له خپلو غوښو باروت تاووي، د اسلام سخترین دښمنان پرې زره زره کوي.
دا خاوره داسې ملي قهرمانان هم لري چې له دښمن څخه د انتقام ژمنه وکړي بیا هیڅ تاخیر او ځڼډ پکې نه نکوي، هرو مرو زمونږ او زموږ د دین دښمنان د عدالت منګولو ته راکشوي. ضرور به ستاسو د بې عزتۍ کلک انتقام اخلي او د زورېدلي ملت زړونه به یخوي.
خو افسوس په هغو پردیپاله او غربپاله رسنيو چې په یوه خوله دغرب دتبلغ لپاره استخدام شوي او په ډېره سپین سترګۍ دا دهلمند وروستي وحشت په یوه نامه او بل نامه خپروي


















