ليکوال: محمدامين الکوزئ
دافغانستان په پاکه او سپېڅلې خاوره د اوسېدونکو شمېر تقريبا پينځه دېرش ميليونه دى! چې نهه نوي اعشاريه اته فيصده(8%99) پکې مسلمانان دي! نو لازمه دا ده چې د دې هېواد مشر به هم هغه شخص وي چې د اسلامي قوانينو او عنعناتو سره بلد او هم ورته ژمن وي!
خو متاسفانه اوسني حالت کې پرې داسې شخص تپل شوى دى چې له اسلامي معلوماتو څخه عاري او بلکل خالي خو هسې هم دى د اسلامى تهذيب او تمدن نه يې ژوند هم لرې تېر کړی!
راځم خپل مقصد ته! ليکلو ته ځکه مجبور شوم چې تېره ورځ مې دکابل د ادارې حالي چلونکى چى ملقب په ولسمشر دى په يوه ويډيو کې وليد چې ويل يې( که امريکايان له افغانستان ولاړ شي نو خپل ولس ته به څه جواب وايي ؟ او د ناټو په سر منشي غږ کوم که تاسې له افغانستانه ووځئ نو خپل ولس او هغو ته( مراد ترېنه د ناټو مردار شوي عسکر دي ) چې دلته يې قربانۍ ورکړي؛ څه جواب لرئ؟) دا هغه الفاظ دي چې تاريخ به يې پخپله حافظه کې محفوظ کړي! او په اورېدو سره يې ماته د رسول الله ص د زمانې د تورات هغه علماء راياد کړل چې قران مجيد په ډېرو بدو او سپکو الفاظو امة ته ښکاره او د همېش لپاره يې د تاريخ حافظې ته اچولي! قصه دا ده!
له عبد الله بن عباس رض نه روايت دى چې د مکې قريشو دغزوه احزاب لپاره تياری نيولو! نو له دې موقع د استفادې په نيت له مدينې منورې نه د حيي بن اخطب يهودي او کعب بن اشرف يهودي په مشرۍ د مدينې يهود مکې معظمې ته لاړل او د مشرکينو سره يې د غمرازۍ په نوم شرکت وکړ او جنګ ته د تيارولو په غرض يې ورته وويل! تاسې بايد دخپلو قربانيانو بدل واخلئ او غلي پاتې نشئ په مجلس کې بعضو کسانو د ده د دې خبرې تاييد وکړ ولې ابو سفيان رض چې لا په اسلام مشرف نه وو او د کفارو مشري ورپه غاړه وه دوى ته يې وويل تاسې خو په تورات پوه يئ او حقه ډله هم پېژنئ مونږ ته مشوره راکړئ چې مونږ په حقه يو او که رسول الله او ملګري يې؟ دوى ورته په جواب کې وويل چې تاسې ځکه يئ! چې د حرم خدمت کوئ، حاجيان سيرابوئ او د خپل پلار او نيکه په طريقه يئ! او هغوى خو يو څو باغيان دي چې ستاسې له طريقې يې بغاوت کړى!
ابو سفيان رض ورته وويل که مونږ په حقه يو نو بايد تاسې زمونږ خدايانو ته سجده وکړئ!
دوى دېته هم راضي شول او بت ته يې سجده هم وکړه! نو قران مجيد ډېر په صراحت سره دې واقعې ته په سورت النساء ايت نمبر 51 کې اشاره کړې! تفسير ابن کثير
نن دا تاريخ بيا له دين نه ناخبره (چې دعوه يې وه چې زه په شرعياتو کې ماسټري لرم ) يو ځل بيا راژوندى کړ! او کافران دېته هڅوي چې د مسلمانانو په وينو تويولو, مالونو, او عزتونو لوټلو دې اخته وي خو افغانستان دې نه پريږدي ځکه چې دده قدرت ته خطر دى!
زه دعوه لرم که دى له دين سره ل/ هم اشنا وای نو د هلمند د باباجي په غميزه به يې د رسول الله ص دا سنت چى د هغې په وجه غزوه بنو قينقاع رامينځ ته شوه ژوندى کړى واى!
ددى غزوى سبب!
ابن هشام پخپل سيرت کى په صفحه47/48جلد 2 ددې غزوې سبب دا ليکلى چې بنو قينقاع چونکه زرګران وو نو يوه مسلمانه زنانه ددې بازار ته دګاڼې د اخيستلو لپاره ولاړه هغه يهودي ورته وويل چې مخ ښکاره کړه چې د هغې مطابق درته ګاڼه جوړه کړم دي ورته وويل زمونږ په دين کې مخ غير محرم ته ښکاره کول ناروا دي نو دا کار نه شم کولى نو دې ظالم دا په خبرو بوخته کړه او شاګرد يې لنګ يوې ستنې پورې په تار وتړه نو چې دا کله پاڅېده نو لنګ يې خوشې شو او د عورت د ښکاره کېدو خطره شوه دې چغې کړې! په دې بازار کې يو مسلمان هم وو هغه رامنډه کړه او ددې يهودي توره چې په دوکان کې پرته وه راواخيسته او د يهودي سر يې له تنه جدا کړ! نور يهود راجمع شوه او دا مسلمان يې شهيد کړ!
چى جناب اکرم ص خبر شو نو په مدينه منوره کې يې د ځان پر ځای ابو لبابة بن عبد المنذر امير وټاکه او مسلمانانو سره يې دبنو قينقاع محاصره وکړه!
او حکم يې جاري کړ چې ځوانان به يې ټول وژلى شي! خو دعبدالله بن ابى په ډير زيات اصرار نبى عليه السلام ژوندى پريئودل خو دمدينې منورې نه يې وشړل شام ته!
نو که ددې ماسټر صيب(دده له قوله) لږ تعلق هم د ديني عنعناتو سره واى يقينا به يې په دې غميزه خپل هغه څلور لکه فوځ ته چې دی يې ځان سراعلى قمندان بولي! امر کړى واى چې بايد ددې فاجعې مسؤولين ونيسښ او سزا ورکړئ!
ليکن دى نه له اسلامي ارزښتونو خبر او نه يې په اسلامي تمدن کې ژوند کړى چې دداسې فيصلې توقع ترې وکړو!
خو دافغانستان ملت نور خپل سرنويشت ان شاءالله د الله تعالى په مدد او نصرت پخپله ټاکي او دده په څېر ټول هغه پردى پال چې د تاريخ په تورو پاڼو کې به ليکلی شي ډېر زر له دې سپېڅلې خاورې ورک او نيست او نابود کړي!
وما ذالک على الله بعزيز


















